چینایی د ۱۷ ښځینه ملګرو د تېرایستلو په تور نیول شوی

د انځور حقوق
Image caption یاد سړی وروسته له هغه افشا شو، چې روغتون ته یې د پوښتنې لپاره ټولې ۱۷ ښځینه ملګرې ورغلې.

چینايي پولیسو هغه سړی نیولی، چې ویل کېږي خپلې ۱۷ ښځینه ملګرې ‎یې تېرایستلې دي، هغه دا چې یوه هم پردې نه وه خبره، چې ګني دی بله ملګرې هم لري.

دغه سړی د چین هونان ولایت دی، چې تېره میاشت ونیول شو.

یاد سړی وروسته له هغه افشا شو، چې روغتون ته یې د پوښتنې لپاره ټولې ۱۷ ښځینه ملګرې ورغلې.

د چین (ساوت چینا مارنېنګ پوست) ورځپاڼې ویلي، پر نوموړي دا تور هم دی، چې ګني له دغو ۱۷ تېر ایستل شویو ښځینه ملګرو یې پیسې هم وړې دي.

یاده ورځپاڼه وايي، دغو ښځو د "غچ اخیستو ایتلاف" په نوم پر انټرنېټ د خبرو یو ګروپ هم جوړ کړی دی.

دغو ښځو په دې ګروپ کې ویلي، چې یاد سړي به هره میاشت له دغو ښځو د پیسو غوښتنه کوله.

ورځپاڼه زیاتوي، د (یوان) په نامه دغه تورن سړي یو ماشوم هم له یوې ملګرې ښځې پیدا شوی، او غوښتل یې چې له نورو سره هم دا چم وکړي.

کله چې نوموړی روغتون کې ناروغ شو، ډاکټرانو یې له نژدې کسانو او ملګرو سره اړیکه ونیوه.

د شیاو لي په نامه د نوموړي یوې ملګرې، چې له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې یې ملګرتیا ورسره ټینګه کړې ویلي "کله چې خبره شوم دی روغتون کې دی، ډېره اندېښمنه شوم، خو روغتون ته د نورو ښکلو نجونو راتګ خورا اندېښمنه کړم، او ژړا مې پیل کړه".

د یوان کیسه د چین په خواله رسنیو کې ډېره خپره شوه، او آن ځینو داسې تبصرې پرې ولیکلې، چې دغه سړي په کوم مهارت پر یوه وخت دومره ډېرې ښځې ملګرې کړې او تېر ایستلې دي.