'اسلامي دولت' ډلې د سوریې تدمر تاریخي ښار نیولی

Image caption جنګیالي د تدمر په سوېل لوېدیځ کې د دغو لرغونو اثارو سیمې ته نه دي رسېدلي.

د څار یوې ډلې ویلي د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې جنګیالیو سوریه کې د نړیوال میراث لرغونی تدمر ښار نیولی دی.

د دغې ډلې اورپکو د شنبې پر ورځ د تدمر ستراتېژیک ښار یوه برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستې خو اوس یو څه په شا تمبول شوي دي.

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان یونیسکو په وینا د تدمر ښار د لرغونې نړۍ یو تر ټولو مهمو کلتوري معماریو مرکز دی.

د سوریې د لرغونو اثارو مشر وویل سلګونه مجسمې خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

جنګیالي د تدمر په سوېل لوېدیځ کې د دغو لرغونو اثارو سیمې ته نه دي رسېدلي.

اسلامي دولت ډلې د الحضر او نمرود په ګډون په عراق کې ګڼې لرغونې سیمې ویجاړې کړې او داسې وېره شته چې ښايي په تدمر ښار کې به هم په ورته عمل لاس پورې کړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې وویل له حکومتي ځواکونو سره له نښتو وروسته د تدمر یو په دریمه برخه نیول شوې ده.

دغه سیمه چې د (د بېدیا ناوې) په نامه پېژندل کېږي، ځانګړې معمارۍ، مهمې عامه ودانۍ او د مړو یاد څلي لري چې لرغونتوب یې لومړۍ او دوهمې پېړۍ ته رسېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسلامي دولت ډلې د الحضر او نمرود په ګډون په عراق کې ګڼې لرغونې سیمې ویجاړې کړې او داسې وېره شته چې ښايي په تدمر ښار کې به هم په ورته عمل لاس پورې کړي.

په معماریو کې د یونان او روم تخنیکونه په ګډ ډول کارول شوي او تر ځایه په کې د ځايي او فارسي کلتور اغېزې هم لیدل کېږي.

د بي بي سي عربي نړۍ د چارو کارپوه سېباسټین اشر وايي اورپکو په سیمه کې د تېلو او غازو زېرمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د دغه ښار نیول به د دوی لپاره یو مهمه ستراتېژیکه لاسته راوړنه وي.

نوموړی زیاتوي، خو د نړۍ پام پر لرغونو اثارو دی ځکه اسلامي دولت ډلې تر دې مخکې هم په عراق کې ورته ارزښتناکه لرغوني اثار په لېوالتیا له منځه وړي او بت پرستي یې بولي.

بل خوا عراق کې حکومت پر رضاکارو غږ کړی چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د جګړې ډګر ته ولاړ شي او له دوی سره د رمادي ښار په بېرته نیولو کې مرسته وکړي.

د انځور حقوق na
د انځور حقوق epa

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د دغې اورپکې ډلې پر ضد د تېر کال سپتمبر میاشت راهیسې هوايي بریدونه پیل کړي دي.

خو دغه ایتلاف وايي د خپلو عملیاتو په اړه د سوریې له حکومت سره همغږي نه لري.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب