د مالیزیا حکومت د کډوالو کښتیو د ژغورلو امر کړی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چارواکي د کډوالو د پېژندګلوۍ هڅه کوي.

د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق ویلي هېواد به یې د اندامن سندرګي کې د روهینګیا کډوالو د کښتیو د لټون او ژغورنۍ عملیات ترسره کړي.

نوموړي وویل د ځمکې او سمندر له لارې به بشري مرستې هم ورسول شي.

دغه اعلان وروسته له هغه کېږي چې په تېرو څو اوونیو کې چارواکو د کډوالو کښتۍ رد کړې او د مالیزیا له اوبو یې لرې ساتلې وې.

د مالیزیا او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو اوسمهال په میانمر کې د کډوالو پر ناورین خبرې کوي. باور دی چې شاوخوا ۷۰۰۰ زره کسان په سمندرګي کې ایسار پاتې دي.

ډېری کډوال روهینګیا مسلمانان دي چې په میانمر کې له ځورونې تښتېدلي خو ځینې په کې بنګله دیشیان هم دي چې ویل کېږي د اقتصادي ستونزو له کبله تښتېدلي.

د پینګ پانګ لوبه

مالیزیا او اندونیزیا ویلي دوی به هغو ته چې د دوی خاورې ته ځان ورسوي لنډمهاله پناه ورکړي خو په اوږدمهال کې به د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا ولري.

تایلنډ وايي تر دې وروسته به له خپلو اوبو د کډوالو کښتۍ بېرته نه ګرځوي.

ښاغلي نجیب پر ټویټر وویل دا یوه "بنسټیزه بشري خواخوږي" ده چې وږو او ناروغو سره مرسته وشي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption باور دی چې شاوخوا ۷۰۰۰ زره کسان په سمندرګي کې ایسار پاتې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د "نورو مړینو مخنیوي" لپاره یې باید د هېواد سمندري ځواکونه د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کړي.

مالیزیا په سیمه کې له هغو ګڼو هېوادونو دی چې تر دې مخکې یې کډوال رد کړي وو او د کډوالو کښتۍ یې د نورو هېوادونو اوبو ته شړلې، چې څارونکو دغه عمل د (پینګ پانګ) یوه خطرناکه لوبه بللې وه.

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر انیفا امان او د اندونیزیا ریتنو مرسودي د میانمر خپل سیال یو ونا مونګ لوین سره د دغه هېواد په پلازمېنه نې پي تاو کې خبرې اترې کوي.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر انتوني بلینکین هم له برمايي چارواکو سره وګوري.

د پنجشنبې ورځې (مې ۲۱مه) غونډې ته د یوه بریالیتوب په سترګه کتل کېږي، داسې مهال چې میانمر د دغه ناورین مسولیت نه دی منلی او د چارشنبې پر ورځ یې د سیمې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون و نه کړ، چې په کې د لنډمهالې پناه او د کښتیو د ردولو پر مخنیوي موافقه وشوه.

د میانمر د ولسمشرۍ دفتر مشر زا هتای د شنبې پر ورځ د ای ایف پي خبري اژانس ته وویل: "موږ د کډوالو له ستونزې سترګې نه پټوو، خو... د ځینو خلکو هغه تورونه نه منو چې وايي د ستونزې لامل میانمر دی".

ورته مطالب