''مصري قاضیان په نښه کړئ''

د انځور حقوق Reuters
Image caption مصري پوځ د سیناء شمال کې ددغې ډلې پرضد له هوايي ځواک هم په عملیاتو کې مرسته غوښتې ده

د ''سیناء ولایت'' په نوم یوې سخت دریځې ډلې په مصر کې د قاضیانو په نښه کول غوښتي دي.

دا غوښتنه د مصر په شمال سیناء کې د درو قاضیانو په نښه کولو او وژولو څلور ورځې وروسته شوې، چې پړه یې همدې ډلې پرغاړه واخیسته.

رویټرز خبري آژانس وايي، ددې ډلې مشر ابو اسامه المصري پر انټرنېټ په یوه خپاره کړي غږیز پیغام کې له خپلو ملاتړو غوښتي، چې پر مصري قاضیانو بریدونه وکړي.

مصري قاضیانو ته په اشارې نوموړي ویلي'' دا به تېروتنه وي چې په زندانونو کې دغه یاغیان زموږ پر خویندو تېري کوي''.

نوموړي ویلي ''مصري قاضیان باید په کورونو، واټونونو او هرځای کې په نښه کړای شي او تر ممکن حد پورې چاودنې ورباندې وشي''.

دغه پیغام د جهادیانو پر یوې مشهورې وېبپاڼې خپور شوی، خو د ریښتینولۍ په اړه یې تر اوسه دقیق معلومات نه شته.

''سیاسي پرېکړې''

په مصر کې قاضیان وايي، دوی د پوځ له نفوذ نه خپلواک دي، او پخپلو پرېکړو کې سیاسي اړخونو ته ځای نه ورکوي، خو په مصر کې اخوان المسلمین او نور سیاسي مخالف ګوندونه قاضیان په سیاسي پرېکړو تورنوي. دوی د اخوان المسلمین ګوند او د هغوی د ملاتړو په حق کې د اوږدو بندونو او ډله ییزو اعدامونو پرېکړو ته اشاره کوي.

مصري چارواکو تېره اونۍ د ''سیناء ولایت'' شپږ غړي د پوځي قضاء له خوا تېر کال قاهره کې پر پوځيانو د برید په تور اعدام کړل.

د مصري قاضیانو په نښه کولو دا غوښتنه څو ورځې وروسته تر هغه وشوه، چې د مصر د پخواني ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي قضايي دوسیه مفتي ته حواله شوه، چې په اعدام کې یې تایید ترلاسه کړي.

مصري محکمې پر ښاغلي مرسي د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ پر ۲۵مه د پاڅون پرمهال، پر زندان د برید د پلان جوړولو او تېښتې تور لګولی.

د ''سیناء ولایت'' ډله مخکې د ''بیت المقدس انصار'' په نوم یادېده، چې د ''اسلامي دولت'' (داعش) له مشر سره یې بیعت کړی و.

Image caption د ''سیناء ولایت'' په نوم ډلې د سیناء شمال کې د ۳ قاضیانو د وژلو پړه پرغاړه واخیسته

د مصر د لومړي ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي له لیرې کېدو وروسته، دغلې ډلې د مصر شمال سیناء کې پر پولیسو او پوځ خپل بریدونه ورټول کړي دي.

دغه ډله پر مصري پوځ او پولیسو سیناء کې د پرله پسې مرګونو بریدونو وېډیوګانې خپروي.

په یوه وېډیو کې ددغې ډلې ځینې غړي د مصري پوځ پر یوې پوځي زېرمې او ټانکونو د بریدونو او ترلاسه کولو په اړه ده.

په وېډیو کې ددغې ډلې له خوا د وسله والو عملیاتو یوه برخه هم خپره شوې.

د ۲۰۱۵ کال له پیله، د سیناء شمال کې دغې ډلې خپل عملیات عریش، رفح او شیخ زوید سیمو ته هم غځولي دي.

ورته مطالب