هند کې یوه مسلمان د "مذهب" له کبله دنده نه ده موندلې

Image caption ښاغلی خان چې له اقتصادي زده کړو وروسته یې د خپل کاري ژوند پیلولو پلان درلود وویل، دغه اېميل "په ژور ډول ځورولی" دی.

هند کې د ټولنیزو رسنیو کارونکو او د ورځپاڼو رپوټونو پر هغه هندي شرکت کلکې نیوکې کړې چې یو مسلمان سړی یې د هغه د مذهبي عقیدې له کبله په دنده نه دی ګومارلی.

د ممبۍ په ښار کې مېشت ذیشان خان د ګاڼو یوه شرکت (هري کرشنا ایکسپورټس) ته د دندې لپاره عریضه ورکړې وه خو د مرکې یا انټرویو فرصت یې لاسته را نه وړ.

دغه شرکت د ذیشان د برېښنا لیک په ځواب کې لیکلي: "په خواشینۍ سره باید خبر درکړو چې موږ یوازې غیر مسلمانان په دندو ګومارو".

ښاغلی خان چې له اقتصادي زده کړو وروسته یې د خپل کاري ژوند پیلولو پلان درلود وویل، دغه اېميل "په ژور ډول ځورولی" دی.

دغه ۲۳ کلن بي بي سي ته وویل: "د شرکت چټک ځواب څرګندوي چې دوی ان زما د عریضې او سي وي (کاري ژوندپاڼې) له لیدو مخکې پرېکړه کړې چې رد یې کړي، په دې اساس چې زه یو مسلمان کاندید یم".

نوموړي دغه برېښنالیک پر خپل فیسبوک پاڼه خپور کړی او په ممبۍ کې یې د دغه شرکت پر ضد پولیسو ته شکایت کړی دی.

د مهارشټرا ایالت حکومت ژمنه کړې چې په دې اړه به پلټنې ترسره کړي.

خو شرکت ویلي چې دغه اېمیل د دوی د بشري ځواک څانګې یوه نوي کارکونکي په تېروتنه لېږلی و.

د دغه شرکت یوه چارواکي د هند (این ډي ټي وي) تلویزون ته وویل:

"د بشري ځواک د هغه نوي کارکونکي دنده ځنډول شوې چې د ذیشان خان د ګومارل کېدو مخه یې ونیوله. زموږ شرکت د نسل ، مذهب او جنس پر اساس توپیري چلند نه کوي. په حقیقت کې زموږ له ۵۰ ډېر کارکونکي د لږه کیو له ټولنو دي او د هېواد د ۲۸ ایالتونو خلک زموږ شرکت کې کار کوي".

د دغو څرګندونو په ځواب کې ډېرو شک ښودلی چې شرکت رښتیا نه وايي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې یو رپوټ وايي: "یوازې یوه تېروتنه؟ د شرکت له خوا د یوه مسلمان کاندید ردېدل پوښتنې راپورته کړې دي".

نور لیکوالان په غوسه دي ځکه دوی احساس کوي تېر کال ټاکنو کې د هندي ملتپاله ګوند (بې جي پي) له بریالیتوب وروسته یې "هېواد کې حالات بدل شوي دي".

د فرسټ پوسټ ویب پاڼه کې یوه لیکوال حسن سرور لیکلي: "د ازادي پلوو ترمنځ دغه خبر د ټکان، وېرې او غوسې لامل شوی".

تاریخ پوه سلیم کېدوايي ویلي: "دا په تېر یوه کال کې د لږکیو ضد فکر یوه پایله ده."

دغې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې د "مذهب پر بنسټ د توپیري چلن" په اړه هم بحث پارولی او ډېری پر دغه شرکت نیوکې کوي.

په ورته وخت کې د ټویټر ځینې کارونکي وايي هند کې د توپیري چلن او تبعیض نورې بڼې هم موجودې دي.

ویل کېږي د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د ځمکو خاوندان یوازې د ځانګړو ټولنو خلکو سره سوداګري کوي.

ډېری په دې باور دي چې د دغه ډول کړنو له کبله د هېواد په ګڼو سیمو کې یا یوازې د مسلمانانو او یا هم د هندوانو کورونه ډېر دي.