عراقي ځواکونو د رمادي ښار بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات پيل کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption ويل کېږي شاوخوا ۳۰۰۰ شييعه جنګيالي د انبار ښار ته رسېدلي چې په رمادي ښار بريد وکړي

عراقي ځواکونو او شيعه مېلشو له "اسلامي دولت" ډلې د رمادي ښار د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات پيل کړل.

شيعه مليشې د بريد لپاره د تياري په حال کې دي، تېره يکشنبې د اسلامي دولت ډلې د رمادي ښار له عراقي ځواکونو نيولی و.

مخکې "اسلامي دولت" ډلې جنګياليو د موټر بم ځانمرګو بريدونو په مټ د عراقي ځواکونو دفاعي کرښې ماتې کړې وې او په دې وتوانېدل چې په لويديځ کې رمادي ښار ونيسي.

رمادي د انبار ولايت مرکز او له بغداد څخه ۱۱۰ کيلومتره لرې پروت دی. د دې ښار له لاسه ورکول د عراقي حکومت لپاره لوی ګوزار و.

د رمادي ښار په جګړه کې نژدې ۵۰۰ کسان وژل شوي او له ۴۰۰۰۰ زيات بې کوره شوي دي. ملګري ملتونه وايي د دوی د حالت په اړه اندېښمن دي.

د تېرې جمعې پر ورځ د عراق مرستيال لومړي وزير صالح المطلک وويل له اسلامي دولت ډلې سره جګړه "ځايي مسله" نه ده او په نړيواله ټولنه يې غږ وکړ چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه کې ېې مرسته وکړي.

د انځور حقوق AFP Getty Images
Image caption رمادي ښار په جګړه کې نژدې ۵۰۰ کسان وژل شوي او له ۴۰۰۰۰ زيات بې کوره شوي دي

نړيوال ايتلاف له تېرو څو مياشتو راهيسې په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې هوايي بريدونه کوي.

د فرانسې خبري اژانس ته يوه پوليس ويلي " د حصيبه سيمې د ازادولو لپاره يې پوځي عمليات پيل کړي دي."

همدارنګه عيني شاهدان وايي دوی پوځيان وليدل چې له خپل مرکزونو د لېږد په حال کې وو.

ويل کېږي شاوخوا ۳۰۰۰ شييعه جنګيالي د انبار ښار ته رسېدلي چې په رمادي ښار بريد وکړي.

وړاندې د سپينې ماڼۍ مرستيال ولسمشر جو بايډن ژمنه کړې وه چې هېواد به يې د عراقي ځواکونو سره د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه کې مرسته وکړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption رمادي د انبار ولايت مرکز او له بغداد څخه ۱۱۰ کيلومتره لرې پروت دی. د دې ښار له لاسه ورکول د عراقي حکومت لپاره لوی ګوزار و

ورته مطالب