ماليزيا کې د پناه غوښتونکو لوی قبرونه موندل شوي

Image caption هر کال زرګونه کسان د قاچاقبرانو له لوري د تايلنډ له لارې ماليزيا ته اوړي

د ماليزيا چارواکي وايي ډېر لوی قبرونه يې موندلي، چې ګومان کېږي د پناه غوښتونکو جسدونه په کې دي.

د ماليزيا سټار ورځپاڼې د کورنيو چارو وزير زاهد حميدي له قوله ليکلي، چې ويلي يې دي دغه قبرونه د تايلنډ له پولې سره نژدې د انساني قاچاقبرانو ۱۷ کمپونو کې چې د حکومت له کنټروله وتلي، موندل شوي دي.

ښاغلي حميدي په دې اړه چې څومره جسدونه په دغو قبرونو کې موندل شوي، څه نه دي ويلي.

خو سټار ورځپاڼه کاږي، ګومان دا دی چې په دغو قبرونو کې د ۱۰۰ روهينګا پناه غوښتونکو جسدونه دي.

څو لوی قبرونه په تايلنډ کې پر هغه لار موندل شوي چې قاچاق کوونکو پرې له برما نه تښتېدونکي روهېنګا مسلمانان قاچاقول.

خو دا به لومړی ځل وي چې دا ډول قبرونه په ماليزيا کې موندل کېږي.

تايلنډ لا له وړاندې د انسان قاچاق کوونکو پر وړاندې محدوديتونه لګولي دي.

د بي بي سي د جنتن هېډ يوې پلټنې دا معلومه کړې چې په تايلنډ کې نژدې ټولې ټولنې له قاچاقبرانو سره مرسته کوي.

ده پخپلې پلټنې کې موندلې چې د تايلنډ د قاچاقبرانو شبکې په پناه غوښتونکو بار کښتۍ له نورو قاچاق کوونکو په بيه اخيستي او بيا يې تر هغه دوی په ځنګله کې ساتل چې کورنيو يې د خوشي کولو په بدل کې پيسې نه وی ورکړې.

ګومان دا دی چې ډېر کډوال د ناروغيو او لوږې له امله له منځه تللي دي.

هر کال زرګونه کسان د قاچاقبرانو له لوري د تايلنډ له لارې ماليزيا ته اوړي.

د اوتوسن ماليزيا په نوم يوې بلې ورځپاڼې د ځينو سرچينو له قوله چې نوم يې نه دی ښوولی، ويلي ۳۰ قبرونه موندل شوي چې د سلګونو کسانو د جسدونو هډوکي په کې پراته دي.

ورته مطالب