اندونيزيا د پناه غوښتونکو د ژغورنې هڅې پيل کړې

د انځور حقوق EPA
Image caption برما چې په لومړي ځل يې د ژغورنې عمليات پيل کړي دي له ۲۰۰ ډېر کسان موندلي دي

اندونيزيا د هغو زرګونو پناه غوښتونکو د پلټنې او ژغورنې هڅې پيل کړې، چې ګومان کېږي د دغه هېواد سمندرغاړو ته نژدې په اوبو کې ايسار دي.

دغه هېواد په لومړيو کې په پناه غوښتونکو بار بېړۍ له سمندرغاړو شړلې وې، خو وروسته يې موافقه وکړه چې په موقت ډول به دوی ته پناه ورکوي.

په تېرو دوو اوونيو کې شاوخوا ۳۰۰۰ پناه غوښتونکي چې لويه برخه يې د برما روهېنګا مسلمانان او د بنګله دېش وګړي دي د اندونيزيا، ماليزيا او تايلنډ اوبو ته رسېدلي دي.

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون د سويل ختيځې اسيا پر هېوادونو غږ کړی، چې د کډوالو د خونديتوب لپاره نور ډېر کار وکړي.

اندونيزيا په هغو اوبو کې د پلټنې او ژغورنې عمليات کوي چې په دغه هېواد پورې تړلې دي.

د دغه هېواد د وسلوالو ځواکونو قومندان وايي ټولو هغو کسانو سره مرسته کېږي چې د اندونيزيا خاورې او اوبو ته داخل شوي دي.

ميانمار يا برما او ماليزيا دواړو د جمعې پر ورځ ورته عمليات پيل کړي، خو تايلنډ ويلي وروسته له دې به هغه کښتۍ بېرته نه ګرځوي چې کډوال په کې سپاره وي.

برما چې په لومړي ځل يې د ژغورنې عمليات پيل کړي دي له ۲۰۰ ډېر کسان موندلي دي.

برمايي چارواکو موندل شوي بنګاليان بللي، وايي دغه کسان د کب نيولو د يوې کښتۍ په بدنه کې ځای پر ځای شوي وو.

چارواکي وايي دغه کسان به بېرته بنګله دېش ته واستوي، ځکه د دوی په خبره يوازې هغو کسانو ته په خپل هېواد کې ځای ورکوي، چې پخپله د برما وي.

ورته مطالب