"ښکلی ذهن" جان نش رياضي پوه مړ شو

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جان نش په راتلونکې مياشت کې ۸۷ کلن کېده او مېرمن يې ۸۲ کلنه وه، په ټکر کې خپل ژوند له لاسه ورکړ

د امريکا تکړه رياضي پوه جان نش چې مشهور فلم "َښکلی ذهن" پرې جوړ شوی و، د امريکا په نيوجرزي کې د ټکسي د ټکر له کبله له خپلې مېرمنې سره يوځای مړ شو.

جان فوربز نش چې په اسکيزوفرني رواني ناروغۍ اخته وو د پرينستون په پوهنتون کې د استادۍ دنده ترسره کوله.

ده په ۱۹۹۴ کې د اقتصاد په برخه د نوبل جايزه ګټلې وه.

روانه اوونۍ ښاغلي جان نش د ابيل جايزه هم کټلې وه، دا د حساب په برخه کې يوه لويه جاېزه ګڼل کېږي.

جان نش په راتلونکې مياشت کې ۸۷ کلن کېده او مېرمن يې ۸۲ کلنه وه.

ويل کېږي ټکسي چلوونکي يې غوښتل له بل موټر مخکې شي خو د موټر کنټرول يې له لاسه ورکړ او ټکر شو. پوليس او ځايي رسنۍ وايي دواړه له موټر بهر غورځېدلي وو او داسې ښکارېده چې د څوکۍ کمربند يې نه و تړلی.

جان نش په ۱۹۵۷ کال کې له اليشيا سره واده کړی و، خو د جان نش د اسکيزوفرني ناروغۍ له کبله په ۱۹۶۲ کې بېل شول.

ويل کېږي په ۱۹۸۰ کلونو کې يې رواني حالت مخ په ښه کېدو شو او دوی دواړو په۲۰۰۱ کال کې يو ځل بيا واده وکړ.