کېنز – د فلمونو فسټیوال

د انځور حقوق BBC World Service

د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې هر کال فلمي فسټیوالونه جوړېږي. ښایي تر ټولو نامتو د اوسکار فسټیوال وي چې په ځانګړې توګه د هالېووډ فلمونه مينه والو ته ورپېژني.

د اوسکار فسټیوال ډېری وخت په لوړ لګښت فلمونو تمرکز کوي، نو له همدې امله لید یې سوداګریز دی.

خو د فلمونو اروپایي فسټیوالونه چې د پیسو لګښت یا ګټه په کې مطرح نه ده هنري فلمونه خلکو ته ورپېژني.

د ایټالیا وېنېز فسټیوال، د جرمني برلین فسټیوال، د بریتانیا بفته فسټیوال او د فرانسې کېنز فسټیوال د فلم جوړونکو خوارۍ او هڅو ته هرکلی وایي.

د فرانسې سینما په تاریخي توګه د هنري فلمونو په ډګر کې ځانګړی ځای لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کارول د ۱۹۵۲ کال د یوه ناول پربنسټ جوړ شوی.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فرانسوي ستورو ایمانویل بیرکوټ او وینسینټ کاسیل په مون روی کې معکوس رول لوبولی دی.

د فرانسې سینما ډېر ځله د هنري فلمونو بڼ ته ښکلا ورپه برخه کړې.

د بېلګې په توګه، د پولنډي فلم جوړونکي کریزیستوف کیسلاوسکي درې ګوني فلمونه شین، سپین، او سور د هنري فلمونو په نړۍ کې انګازې خپرې کړې.

د کېنز فلمي فسټیوال د ۱۹۴۶ کال راهیسې هر کال د مې په مياشت کې د فرانسې په سوېلي ښار کېنز کې ترسره کېږي.

د نړۍ پېژندل شوي سینمایي ستوري او فلم جوړونکي وربلل کیږي او یو شمېر فلمونو ته کتنه کوي.

په پایله کې تر ټولو غوره فلم ته د پامې ډور په نامه جایزه ورکول کیږي.

د جایزې ګټونکي ښایي د هر هېواد وي. تېر کال ترکیي فلم جوړونکي کیش اویکوسو د ژمي خوب په نامه فلم د دې ارزښتناکې جایزې ګټونکی شو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ټام هارډي

خو د ۲۰۱۵ کال فلم چې دا جایزه یې وګټله د ډي پان فلم و چې فرانسوي فلم جوړونکي جک اودېرد وړاندې کړ. د ښه فلم جوړونکي جایزه د ټایوان هېواد هو هسیاو هسن Hou Hsiao-hsien ته ورکړل شوه.

د ښځينه لوبغاړو جایزه دوو میرمنو امنیول برکات او روني مارا تر لاسه کړه.

د سږ کال جایزې ګټونکی فلم د سریلانکا تاميل پړانګانو د یو غړي په اړه جوړ شوی. په دې فلم کې نه یوازې د یوې کورنۍ جګړې په اړه مالومات او څرګندونې وړاندې شوې، د دې ترڅنګ په اروپا کې د کډوالو په مسله هم رڼا اچول شوې ده.

د فلم مرکزي کرکټر د یوې پردۍ ښځې او د هغې لور سره یو ځاې کیږي او د پنډوالو په مرکز کې ځانونه د یوې کورنۍ په نامه چارواکو ته ورپېژني.

خو وروسته د درواغو دا اړیکه د مینې په کیسه بدلیږي.

د انځور حقوق BBC World Service

جک اودېر له دې مخکې هم د ټولنې په خوارو خلکو فلمونه جوړ کړي چې په جایزو ستایل شوي. څرګندیږي چې فلم جوړونکي تل په دې لټه کې دی چې د پرمختللو هېوادونو له ټولنو د یوی لوی راز څخه پرده اوچته کړي او د انځور په ژبه د نن عصر ناخوالې بیان کړي.

په دې ډول فیسټوالونو کې د ټولنې او کلتور تر منځ تړاو ښودل کیږي. د وېرې او ناهیلۍ خبرې په کې تم کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service

هنر ښایي د هوا او اوبو په شان ضروري نه وي خو ژوند ته رنګ وربښي او د خلکو او ډلو ترمنځ مینه او احساس پیاوړی کوي.

د انځور حقوق BBC World Service