هند کې د ګرمۍ څپې له ۴۰۰ زیات کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption په سوېلي ایالتونو کې تر نورو هغو ډېره ګرمي ده

د هند په ځینو ایالتونو کې د تودوخې درجه ۴۸ سلنې ته رسېدلې ده، چې لږترلږه د ۳۵۰ کسانو د مړینې لامل شوی. زیاتره قربانیان د لوړ عمر کسان دي.

تر ډېره د تودوخې قربانیان په سوېلي تیلانګانان او اندرا پردیش ایالتونو کې دي، چې له تېرو درو ورځو راهیسې یوازې په دغو دوو ایالتونو کې لږترلږه ۱۴۰ کسان وژل شوي دي.

د اترا پردیش ایالت په الله آباد ښار کې هم د تودوخې درجه ۴۸ سلنه ثبت شوې ده، خو د پلازمېنې نوي ډیلي د هوا تودوخه ۴۴ درجو ته رسېدلې وه.

د هند حکومت خپلو وګړو ته ویلي، چې تر خپله وسه په کورونو کې پاتې شي، ډېرې اوبه او مایع څیزونه وڅښي.

د انځور حقوق AP
Image caption هندي حکومت وګړو ته د اوبو او نورو مایعاتو د ډېرو څښلو سپارښتنه کړې ده
د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق Reuters

د هند سوېلي ایالتونو کې د تېرې میاشتې له نیمايي راپدېخوا د تودوخې درجه په لوړېدو وه.

چاواکي وايي، د ډېرې ګرمۍ ډېری قربانیان عمر خوړلي کسان دي.

د انځور حقوق Reuters

د هوا پېژندنې کارپوهانو ویلي، دا تودوخه به تر څو ورځو پورې دوام وکړي، او تر څلورو ورځو پورې به پلازمېنه نوی ډیلي هم سخت ګرم وي.

په لوېدیځ بنګال کې هم لږترلږه ۱۰ کسان د ګرمۍ له کبله مړه شوي.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق Reuters