عراق ''د انبار بیا نیولو پوځي عملیات پیل کړل''

د انځور حقوق Reuters

عراق ویلي، د ''اسلامي دولت'' له منګولو یې د لوېديځ الانبار ولایت د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل.

عراقي تلوېزیون او کورنیو رسنیو ویلي، دغه عملیات د سې شنبې په ورځ پیل شول، چې ولسي پاڅونکوونکي او قبایلي وسله وال یې ملاتړ کوي.

بغداد کې د بي بي سي خبریال وايي، عراقي حکومت او دفاع وزارت تراوسه په رسميه توګه ددغو عملیاتو د پیلولو اعلان نه دی کړی، خو پر ''اسلامي دولت'' د کړۍ تنګولو لپاره له څو خواوو عملیات پیل شوي دي.

حکومتي ځواکونه په صلاح الدین ولایت کې هڅه کوي لوېدیځ الانبار ولایت ته غځېدلې لاره او سیمه پاکه کړي، چې په دې سره دوی کولی شي رمادي ته ځانونه ورسوي.

د ولسي خلکو په ملاتړ او شیعه ملېشې د تکریت په شمال او د سامراء ښار په سوېل لوېديځ کې رمادي ته د تګ لپاره چمتووالی نیسي.

په خالدیه کې هم د رمادي پر لور د ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن د 'اسلامي دولت' پروړاندې د عراقي پوځ زړورتیا ستایلې ده.

د ''اسلامي دولت'' جنګیالیو د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې د الانبار ډېری برخې ونیوې، او د روانې میاشتې په لومړیو کې یې د دغه ولایت پر مرکز ‎رمادي ولکه ټینګه کړه.

د رمادي سقوط د عراقي ځواکونو لپاره لویه ماتې ګڼل کېږي.

د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي وړاندې ژمنه کړې وه چې "په څو ورځو" کې به رمادي ښار بېرته ونیسي.

د امریکا ملاتړ

د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن ویلي، هېواد یې د "اسلامي دولت" پروړاندې جګړه کې د عراقي حکومت ملاتړی دی. نوموړي د دغې ډلې پروړاندې د عراقي پوځ "سرښندنې او زړورتیا" ستایلې ده.

خو وړاندې د امریکا دفاع وزیر اشتون کارت ویلي وو، عراقي پوځ ددغې ډلې پروړاندې د مبارزې "هوډ بایللی" دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption یو عراقی افسر بغداد ته څېرمه د ''اسلامي دولت'' ډلې پر وړاندې د جګړې پرمهال

ورته مطالب