د ایران مشهد کې درې کسان په عام محضر کې اعدام شول

د انځور حقوق yjc.ir

ایراني چارواکو ویلي، درې کسان په مشهد کې د عام خلکو پروړاندې اعدام شول.

د مشهد یوه قاضي غلام علي صادقي ویلي، دغه درې واړه تورن کسان "په وسله والو غلاوو، انسان تښتونه او د وسلو او مهماتو ساتلو پېښې کې ښکېل وو".

یو اعدام شوی ۳۸ کلن او بل یې ۲۷ ښودل شوی.

د ښاغلي صادقي په وینا، دغو کسانو په یوه وسله واله غلا کې یو تن وژلی او د مقتول کورنۍ په عام محضر کې د قاتلینو د اعدام غوښتنه کړې وه.

ددغو کسانو د محاکمې پرمهال، پر دوی د یوشمېر وسله والو غلو، د طلا د لوټ او انسان تښتونې تورونه وو.

ایران یو له هغو ګوتو په شمېر هېوادونو دی، چې په عام محضر کې تورن اعداموي، خو وايي له دې کاره یې هدف دا دی چې نور خلک پند ترې واخلي.

خو ګوتنیوونکي په عام محضر کې د تورنو له اعدامولو سره مخالفت کوي، او وايي چې دا په ټولنه کې وېره خپروي.

له چین وروسته په ایران کې ډېر اعدامونه کېږي.

د انځور حقوق yjc.ir

ورته مطالب