پاکستان: درې بلوڅ الوتکتښتونکو ته د اعدام سزا ورکړله شوه

د انځور حقوق
Image caption د الوتکې تښتولو هڅې پېښه ۱۷ کاله مخکې رامنځته شوې وه

د پاکستان ملي هوايي شرکت ' پي ای اې ' د یوې الوتکې تښتولو هڅې په تور درې بلوڅانو ته د پنجشنبې په ورځ د اعدام سزا ورکړله شوه. دغو کسانو چې شهسوار، صابر او شبیر نوميږي د ۱۹۹۸ کال د مې میاشتې په ۲۴ مه د بلوچستان له تربت نه د ګوادر پر لار کراچۍ ته روانه الوتکې تښتولو هڅه کړې وه.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستاني ولسمشر لخوا د یادو کسانو د بښنې غوښتنې له رد کېدو وروسته د سند ایالت حیدراباد محکمې د دوی د اعدامولو امر وکړ، چې د مې په ۲۸ مه د کراچۍ او حیدراباد په زندانونو کې دغه امرعملي شو.

د بي بي سي یو خبریال په رپوټ کې ویل شوي، چې پېښه ۱۷ کاله مخکې رامنځته شوه، چې یادو کسانو د عملې په شمول له ۳۵ سپرلیو سره د پي ای اې فوکر ډوله الوتکې تښتولو هڅه وکړه. تښتونکو پیلوټ ته ویلي و، چې الوتکه هند ته ورسوي، خو پیلوټ الوتکه په حیدراباد کې کوزه کړې وه او تښتونکو ته یې ویلي و، چې د هند په ګجرات ایالت کې کوز شوي دي.

د حیدراباد هوايي ډګر د شاوخوا سمیو جوماتونو کې هغه شپه د لاوډسپیکر پر کاروولو بندیز لګول شوی و او دوو پاکستاني افسرانو له تښتونکو سره په هندي ژبه خبرې کړې وي، چې هغوی په هند کې د کوزېدو په اړه باوري شي.

له هغه وروسته پاکستاني پوځیانو له الوتکې نه تښتونکي ژوندي نیولي وو. پاکستاني چارواکو ویلي و، چې تښتونکي د بلوڅو محصلینو د سازمان اړوند دي او تور یې پورې کړی و، چې د هند له لوري دغې چارې ته ګومارل شوي دي.

دا په سند ایالت کې د بلوڅ بیلتون پالو اعدامولو دویمه پېښه ده. له دې مخکې د بغاوت په تور ۱۹۶۰ کال کې د حیدراباد او سکر زندانونو کې اووه ' یاغیان ' په دار ځړول شوي وو.