سعودي کې د شیعه ګانو پر جومات ځانمرګی برید شوی

د انځور حقوق Reuters

د سعودي عربستان چارواکي وايي، د دغه هېواد په ختیځ دمام ښار کې د شیعه ګانو یوه جومات ته څېرمه موټربم ځانمرګی برید شوی، چې لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي.

د برید پړه 'اسلامي دولت' (داعش) ډلې پرغاړه اخیستې ده. سعودي چارواکي وايي، یو وژل شوی د چوول شوي موټر چلوونکی دی.

داعش پر خپلې پاڼې لیکلي، ددغې ډلې یوه سرتېري، چې ''ابو جندل الجزراوي نومېږي او د سعودي عربستان اوسېدونکی دی، دغه برید وکړ''.

سرچینه وايي، دا برید یې په دغه سیمه کې د ټینګو امنیتي تدابیرو پرمهال کړی دی.

د سعودي عربستان (واس) خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ویلي، امنیتي بنسټونه وتوانېدل، چې د دمام ښار العنود جومات کې د لمونځ کوونکو پرضد یو ترهګریز پلان شنډ کړي.

دمام د عربستان ختیځ کې دی، چې تر ډېره پکې لږکي شیعه ګان اوسېږي.

دغه برید د سعودي عربستان په ختیځ قطیف ښار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات له یوه خونړي برید یوه اونۍ وروسته شوی دی.

د سعودي چارواکو منلې وه، چې د قطیف برید کې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي.

د قطیف شیعه ګانو پر جومات د برید پړه "اسلامي دولت" (داعش) پرغاړه اخیستې وه.

د داعش ګواښ

سعودي عربستان د "اسلامي دولت" پروړاندې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف غړی دی. وړاندې داعش سعودي عربستان ته ګواښونه کړي وو.

په تېر نومبر میاشت کې، داعش ته په یوه منسوب شوي غږیز پیغام کې، چې ویل کېدل د "اسلامي دولت" داعش مشر ابو بکر البغدادي غږ دی، سعودي کې د داعش پر ملاتړو غږ کړی و چې په دغه هېواد کې شیعه ګان په نښه کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق Reuters

ویل کېږي تر اوسه له ۲۰۰۰ ډېر سعودي وګړي له داعش سره یوځای شوي، خو سلګونه یې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي.

سعودي عربستان په وروستیو میاشتو کې له داعش سره د همکارۍ په تور د عملیاتو په لړ کې سلګونه مشکوک کسان نیولي دي.

د سعودي عربستان ختيځ ولایت قطيف ډېر زيات تيل لري او د اوسېدونکو لويه برخه يې شيعه مسلمانان دي.

د انځور حقوق BBC World Service

د دغه ولایت شيعه اوسېدونکي د سعودي پر حکومت تور لګوي چې ګواکې له بشري حقونو سرغړونه کوي او د حکومت پر خلاف مظاهرې هم په کې کېږي.

په ۲۰۱۱ کال کې دغلته شيعه اوسېدونکو د حکومت پر ضد اعتراضونه پيل کړل او غوښتنه يې وکړه چې په دغه هېواد کې دې پاچاهي ړنګه او ولسواکي دې راوستل شي.

په دغو اعتراضونو کې ۲۰ کسان ووژل شول. د وژل شويو لويه برخه ځايي خلک وو، چې له پوليسو سره د ډزو په تبادله کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د اعتراضونو پر مهال يو شمېر کسان ونيول شول، چې ځينې د مرګ له سزا سره مخامخ شول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په نښه شوی جومات د سعودي لږکیو شیعه ګانو اړوند دی

ورته مطالب