سعودي: د ايران د لاسوهنو په اړه پټه خوله نه کېنو

د انځور حقوق Reuters
Image caption سعودي وايي ايران په يمن کې له شيعه حوثي ياغيانو سره مرسته کوي او ددې هېوا په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي

د عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير ايران په سيمه کې په لاسوهنه تورن کړی او وايي هېواد به يې په اړه پټه خوله نه پاتې کېږي.

ښاغلي جبير قاهرې ته د سفر پر مهال مصري چارواکو ته ويلي "ايران يوازينی هېواد دی چې د منځني ختيځ په چارو کې لاسوهنه کوي"

په دې خبرو کې ده ايران د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړ.

ښاغلی جبير نژدې يوه مياشت وړاندې د سعودي په کابينه کې له لويو بدلونو وروسته د بهرنيو چارو د وزير په توګه ونومول شو.

په تېرو څو مياشتو کې د ايران او سعودي ترمنځ د يمن د کړکېچ له کبله اړيکې خرابې شوې دي.

سعودي وايي ايران په يمن کې له شيعه حوثي ياغيانو سره مرسته کوي او ددې هېوا په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

بل خوا ايران دا تورونه نه مني، د عربستان او ايتلافي ځواکونه له خوا يمن کې پر هوايي بريدونه نيوکه کوي.

د ايران مشر سعودي " په جنايت او نسل وژنه" تورن کړی او د دې هېواد نوي مشران "څو بې تجربې ځوانان" بولي.