د امريکا پوليس د "ورځې دوه کسان وژني"

Image caption امريکا کې پوليس اجازه لري چې د خپل ځان يا نورو خلکو د ساتلو لپاره وژونکې وسلې وکاروي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له خوا خپور شوی راپور ښيي چې د امريکايي پوليسو له خوا په ډزو د وژل شويو کسانو شمېر له هغو چې رسمي سرچينې يې وړاندې کوي دوه برابر زيات دی.

ورځپاڼه وايي روان کال لومړيو پنځو مياشتو کې ۳۸۵ کسان چې هره ورځ له دوو زيات دي د پوليسو له خوا په ډزو وژل شوي.

په دې وژل شويو کسانو کې د تور پوستو شمېر لوړ دی په ځانګړې توګه دهغو چې وسله نه لري.

د امریکا رسمي شمېرې ښيي له ۲۰۰۸ کال وروسته هرکال شاوخوا ۴۰۰ کسان د پوليسو له خوا په ډزو وژل شوي.

امریکا کې ډېرې لانجمنې پېښې چې توران د سپين پوستو پوليسو له خوا وژل شوي رامنځ ته شوې دي.

امريکا کې پوليس اجازه لري چې د خپل ځان يا نورو خلکو د ساتلو لپاره وژونکې وسلې وکاروي. هلته داسې لار يا ټولنه نشته چې د پوليسو د وژلو دغه پېښې وڅېړي.

د راپور له څېړنو:

  • تور پوستي د سپين پوستو او يا نورو لږکيو په پرتله دری برابره زيات وژل شوي
  • ډېری يې وسله وال وو، خو په شپږو کې يوه يې د لوبو وسله او يا هېڅ وسله نه لرله
  • ۳۶۵ نارينه او ۲۰ ښځې وژل شوې دي
  • ډېری (۱۱۸) يې له ۲۵ تر ۳۴ کلونو عمر درلود، ۹۴ يې له ۳۵ تر ۴۴ کلونو او اته يې ماشومان وو.