عراق: بمې چاودنې لسګونه پولیس افسران وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption د عراق حکومت ویلي په وژل شویو کسانو کې د پولیسو ځینې لوړپوړي افسران هم شامل دي.

د عراق په انبار ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې له لورې ترسره شوي ځانمرګي برید لږ تر لږه ۴۵ پولیس افسران وژلي.

ځانمرګي بریدګرو چاودېدونکي توکي په دریو موټرو کې ځای پر ځای کړي و او په تارتر سیمه کې یې د پولیسو یوه مرکز ته نژدې پر عمومي سرک درولي و.

دغه سیمه د فلوجا او سمارا ښارونه سره تړي.

د عراق حکومت ویلي په وژل شویو کسانو کې د پولیسو ځینې لوړپوړي افسران هم شامل دي.

په دغه چاودنه کې ۳۳ کسان ټپیان هم دي. په ټپیانو کې لوړپوړی افسر موسا حیدر هم شامل دی.

انبار د عراق هغه ولایت دی چې له تېرو څو اونیو راهیسې د حکومت پلویو او داعش جنګیالیو تر منځ د سختې جګړې شاهد دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption رمادي ښار تېره میاشت د اسلامي دولت نومې ډلې جنګیالیو لاس ته وغورځېد.

د شیعه ملېشو یوه رضاکاره ډله چې تر ډېره یې ایران ملاتړ کوي د مرکزي ښار رمادي د بیا رانیولو لپاره عملیات پیل کړي.

رمادي ښار تېره میاشت د اسلامي دولت نومې ډلې جنګیالیو لاس ته وغورځېد.

انبار کې یوې خپلواکې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي چې له رمادي ښاره د اسلامي دولت نومې ډلې جنګیالیو د ایستو لپاره وروستی چمتووالی نیول شوی او ښایي پر وړاندې یې عملیات په نژدې ورځو کې پیل شي.

ورته مطالب