د سرطان علاج موندل شوی؟

د انځور حقوق

که سهار مو د ورځپاڼو سرلیکونه لیدلي وي نو دغسې یو احساس به درسره وي.

که په بیړه کې یاست نو لنډ ځواب دا دی چې د سرطان علاج نه دی موندل شوی.

خو له هیجانه ډکه یوه پېښه شوې ده- د بدن د دفاعي نظام په اړه پوهې کې پرمختګ شوی.

که څه هم د بدن د دفاعي نظام په اړه دا پوهه اوس ښايي د ټولو سرطانونو’’علاج’’ ونه کړي خو ډېر ژر کېدای شي د علاج د نورو طریقو لکه کیموتراپي، رادیوتراپي او جراحي ترڅنګ په یوې نوې پیاوړې وسلې بدله شي.

د بدن دفاعي سیستم

دفاعي سیستم د بدن داخلي ساتونکی دی او له هرهغه څه څخه چې بدن پورې اړه نه لري بدن پاک ساتي.

په دې دفاعي سیستم یا نظام کې یولړارزونې او مخنیونکي وسایل شته چې دا نظام دې ته نه پرېږدي پرخپلو روغو انساجو برید وکړي. که دفاعي سیستم ناروغه شي نو پرخپلو روغو انساجو برید کولای شي.

سرطان د روغو انساجو ورانه شوې شوې بڼه ده. سرطان کولای شي د بدن دفاعي سیستم تېرباسې او خپل وران شوي انساج ورته روغ وښيي.

په حقیقت کې سرطان بدن ته وايي چې ’’ځه خیر خیریت دی، د اندیښنې وړ څه نشته’’.

او دا کار په دې ډول کوي چې سرطاني حجرې د خپل ځان د پاسه یولړ پروتییني مواد تولیدوي چې د بدن دفاعي سیستم حجروسره د تماس یا’ ستړي مشي’’ په وخت کې هغوی خاموشه کوي او له کاره یې باسي.

د بدن د دفاعي نظام د پیاوړي کولو لپاره دا نوي داروګان چې خلک يې هیجاني کړي، سرطاني حجرو سره د تماس مخه نیسي. دا نوي داروګان د یوې دستکلې په توګه دي چې یولاس پوښي او د ’’ستړي مشي’’ په وخت کې د مستقیم تماس مخنیوی کوي.

په دې هکله څیړنې د څه مودې راهیسې روانې دي، خو دا چې په دې وروستیو کې يې مطبوعات له خبرونو ډک شوي علت يې د هغو ارقامو خپرېدل دي چې امریکا کې د سرطاني ناروغیود ټولنې له خوا خپاره شوي دي.

د بریتانوي څیړونکو ترمشرۍ لاندې دغو کارپوهانو ښودلې چې د دوو ډولو نویو داروګانو په کډه کارولو سره د پوستکي سرطان یا میلانوما ۶۰٪ ناروغانوکې ددې وژونکې ناروغې پرمختګ تقریباً یو کال لپاره ځنډول شوی.

د پام وړ پرمختګ

ددې ارقامو د اعلان نه دوه ورځې مخکې د سږو د سرطان پرناروغانو هم دا نوي داروګان استعمال شوي و او له امله يې د هغوی د ژوند اټکل شوې موده دوه برابره ډېره کړې وه.

پر یولړ نورو سرطانونوهم ځینې وړې څیړنې شوې وې او ښودل شوي وچې د بدن د دفاعي نظام سره تړلي داروګان کیدای شي د ډیرو نورو سرطانونو په درملنې کې یو رول ولري.

یقیناً چې د هیجان وړ خبره ده، خو دا بشپړ علاج نه دی.

د بریتانیا د بکینګهم پوهنتون مشر، پروفیسرکارول سیکورا بي بي سي ته وویل: ’’ تاسو به فکر کوئ چې سبا ته به د سرطان علاج شوي وي. خو داسې نه ده، موږ باید نور ډېر شیان زده کړو.’’

نو، د احتیاط خبره څه ده؟

لومړی باید وویل شي چې دا داروګان په ټولو ناروغانو کې یوشان نتیجه نه ورکوي. ځینې ناروغان ډېر ښه کیږي، ځینې لږ، او ځینو کې هېڅ کومه مثبته نتیجه نه ورکوي.

تر اوسه وضعه نه ده روښانه. آیا داروګان د سرطانونود ودې په یوه ټاکلي پړاو کې اغېزه کوي؟ آیا دا د هغو پروتیینونو په ډول یا اندازې پورې تړلې ده چې سرطانونه يې خپل ځان د پاسه تولیدوي؟ تر اوسه موږ په دې نه پوهېږو.

همداراز، ګمان کیږي چې درملنې به ډیرې ګرانې او قیمته وي، دا پدې معنا ده چې داروګان به هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د مثبتې نتیجې هیله ترې کیدای شي.

د داروګانود اوږدې مودې جانبي عوارض او ستونزې هم یوه بله نامعلومه ستره موضوع ده. آیا د بدن د دفاعي سیستم بدلول به خپله ددې سیستم د ناروغیو سبب نشي؟ داسې ښکاري چې تر اوسه دا جانبي عوارض یوازې د درملنې په وخت کې څرګندېږي، خود روغ شویو ناروغانو د اوږدې مودې څارنه لا تر اوسه نه ده شوې.

د پوستکي او سږو د سرطانونو پرته، د نورو سرطانونو په هکله څېړنې تر اوسه په لومړیو پړاوونو کې دي.

دا یو ناڅاپي پرمختګ نه دی، ترلاسه شوي ارقام هم د ډېر ډاډ وړ نه دي.

د پوستکي سرطان یا میلانوما د درملنې لپاره ازموینو په ترڅ کې دوه ډوله داروګان په ګډه وکارول شول چې یو يې آی پي لیم یوماب او بل يې ناي وولیوماب نومېږي.

په بریتانیا کې همدا اوس د پرمخ تللي میلانوما لپاره آې پي لیم یوماب د اصلي دارو په توګه کارول کېږي.

لنډه دا چې دا ټول یولړ پرمختګونه دي چې د راتلونکي لپاره يې سترې هیلې راپاورولې.

دا خبره د هیجان وړ ده، خو د علاج پړاو ته لا نه ده رسېدلې.