هند کې د وسلوالو برید لږ تر لږه ۱۷ سرتیري وژلي

Image caption د هند پر حکومتي ځواکونو د وروستي بريد پړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې

پوليس وايي د هند په شمال ختيځ کې د امنيتي ځواکونو پر يوه کاروان بريد کې لږترلږه ۱۷ سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

دوی وايي په دغه کمين کې ۱۵ سرتېري ټپيان شوي هم دي چې د ځينو وضعيت يې نازک ښوول شوی دی.

چارواکي وايي بريد هغه مهال په مانيپور ايالت کې وشو، چې د امنيتي ځواکونو یو کاروان له یوه واړه ښارګوټي د دغه ايالت د مرکز پر لوري روان و.

ښايي دا بريد د هغې ښځې د مړينې په غچ کې شوی وي، چې د وژلو پړه يې پر سرتېرو اچول شوې ده.

دغه ښځه د دوشنې پر ورځ وژل شوې وه.

د چارشنبې پر ورځ خلکو په مانيپور ايالت کې د دغې ښځې د مړينې له امله هټۍ او کاروباري مرکزونه د اعتراض په ډول تړلي وو.

له تېرو څو کلونو راهيسې د مانيپور چارواکي له اورپکو سره په جګړه کې ښکېل دي.

د هند پر حکومتي ځواکونو د وروستي بريد پړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

ورته مطالب