د ترکیې پارلماني ټاکنې، نظرپوښتنې او وړاندوېینې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ټاکنیزو منډو ترړو په وروستیو لسو ورځو کې نظرسنجي ممنوع ګرځول شوې ده، په دې معنا چې په دې موده کې د رای اچوونکو په دریځ کې پاموړ بدلون راتلی نه شي.

د ترکیې پارلماني ټاکنو لپاره رای اچول د راتلونکې یکشنبې په ورځ (جون ۸) پیلېږي.

د عدالت او پراختیا واکمن ګوند هیله لري، چې پارلمان کې ډېری څوکۍ خپلې کړي، چې په دې سره وکړای شي په اساسي قانون کې د تعدیل په راوستلو سره د ولسمشر واکونه ډېر شي.

خو د کیڼ اړخي دیموکرات ګوند پخه ونډه شاید د عدالت او پراختیا ګوند بریا کم رنګه کړي.

  • واکمن ګوند څه غواړي؟

د رجب طیب اردوغنان په مشرۍ د عالت او پراختیا ګوند په مخکینیو پارلماني ټاکنو کې په اسانۍ سره ډېرې څوکۍ وګټلې، دغه ګوند د پارلمان له ټول ټال ۵۵۰ څوکیو ۳۲۷ خپلې کړای شوې.

که چېرې دا ځل بیا ۳۳۰ څوکۍ وګټلی شي، نو د خپلې ګټې لپاره به په اساسي قانون کې د تعدیل راوستلو لپاره نظرپوښتنه هم وکړي.

خو که چېرې د پارلمان ۳۶۷ څوکۍ وګټي، معنا به یې دا وي چې دغه ګوند کولی شي له عمومي نظرپوښتنې پرته تعدیل راولي.

  • د ولسمشر اردوغان رول څه دی؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اردوغان له ۲۰۰۳ کال راهیسې لومړی وزیر پاتې شوی، چې بالاخره تېر کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو.
د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP

مخالف ګوندونه شکایت کوي، چې اردوغان له دوده وتلی، هغه دا چې نوموړی د ګوند د مشر په توګه عمل کوي، نه د ولسمشر په څېر د یوه بې پرې مشر په بڼه.

ولسمشر اردوغان د وزیرانو د غونډو مشري هم کوي، چې مخکنیو ترکي ولسمشرانو دا کار یوازې په ځانګړو حالاتو کې کاوه.

اردوغان له ۲۰۰۳ کال راهیسې لومړی وزیر پاتې شوی، چې بالاخره تېر کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو.

د عمومي نظرپوښتنوله مخې، اوس په ترکیه کې د پارلماني نظام ملاتړي ډېر دي، چې آن د واکمن ګوند پلویان یې هم ورمات کړي دي.

  • د نورو ګوندمشرانو پروګرامونه څه دي؟

د جمهوري ولسي ګوند مشر کمال قلیچ دار اوغلو، چې د واکمن ګوند اصلي سیاسي سیال دی، د کیڼ اړخي مخالف رول لوبوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کمال قلیتچ دار اوغلو په مشرۍ مخالف ولسي جمهوري ګوند د اردوغان پروړاندې لوی سیال ګڼل کېږي
د انځور حقوق AFP

خو د ولسي دیموکرات ګوند له قوي سیالۍ سره مخامخ دی.

د ولسي خوځښت (ښي اړخی ګوند) هم درېیم سیال ګوند ګڼل کېږي.

ددغه ګوند مشر دولت بهجلي د لږکیو د حقونو ضد خپل سخت دریځ یوڅه نرم کړی دی.

خو ګوند یې د اوسني حکومتي مخالفو سیاستوالو په منځ کې له کردانو له نژدېوالي برخمن ښکاري.

د انځور حقوق v
د انځور حقوق n

ولسي دیموکرات ګوند هڅه دا ده چې د کردانو رایې خپلې کړي، او کارګره پوړۍ او مسلکي کسان پرځان ورمات کړي.

خو د صلاح الدین دمیرتاز او فیګان یوکسیکداغ له مشرۍ لاندې دغه ګوند د ښځو د حقونو او مدني آزادیو لپاره ډېر کار کوي، چې وکړای شي په کلیوالو سیمو او ځوانانو کې خپلې رایې ډېرې کړي.

  • له ټاکنو وروسته د لانجو وړاندوېینه کېدای شي؟

د ټاکنیزو منډو ترړو په وروستیو لسو ورځو کې نظرسنجي ممنوع ګرځول شوې ده، په دې معنا چې په دې موده کې د رای اچوونکو په دریځ کې پاموړ بدلون راتلی نه شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption خو د صلاح الدین دمیرتاز او فیګان یوکسیکداغ له مشرۍ لاندې دغه ګوند د ښځو د حقونو او مدني آزادیو لپاره ډېر کار کوي، چې وکړای شي په کلیوالو سیمو او ځوانانو کې خپلې رایې ډېرې کړي.

خو وروستۍ نظرپوښتنې ښودلې – چې ګني عدالت او پراختیا ګوند به په سلو کې ۴۰ یا ۴۴ څوکۍ خپلې کړي –

داسې نظرسنجي هم شته، چې ولسي دیموکرات ګوند به پارلمان ته لاره ومومي، او اټکل دا دی چې په سلو کې ۱۰ رایې وګټي، او پارلمان کې له ۵۰ ډېرې څوکۍ ددوی شي.

ددې معنا دا ده چې د اکثریت رایو ګټلو ته د عدالت او پراختیا ګوند موقع کمېدای شي.

  • آیا رای اچوونکي د رڼو ټاکنو وړاندوینه کوي؟

یوې نوې نظرپوښتنې وېره ښودلې ده، چې شاید په ټاکنو کې درغلۍ او سرغړونې وشي.

حقوقي ټولنې ددغو ټاکنو د څارنې هوډ لري.

د انځور حقوق AFP