پوتين وايي لوېديځ دې له روسيې نه وېرېږي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په اوکراين کې د لاسوهنو له کبله د روسيې او لويديځو هېوادونو تر منځ اړيکي اوسمهال نورې هم خرابې شوې دي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي لوېديځ دې له روسيې نه وېرېږي او دوی د ناټو لپاره خطر نه دی.

ښاغلي پوتين ايټالوي ورځپانې کورير ډيله سيرا ته ويلي "لېونی يا څوک په خوب کې به فکر کوي چې روسيه به پر ناټو بريد وکړي"

بل خوا ناټو، روسيه په اوکراين کې د ياغيانو پر ملاتړ تورنه وي خو روسيه بيا دا تورونه نه مني.

له کورير ډيله سيرا سره په خبرو کې ولاديمير پوتين وويل "ځينې هېوادونه د روسيې په اړه له وېرې ګټه اخلي او غواړي پوځي، اقتصادي او ځينې نورې ګټې ترلاسه کړي"

ولاديمير پوتين وويل " له روسيې د وېرې اړتيا نشته" دی وايي "اوس نړۍ بدله شوې خلک له کم حس سره به فکر ونه کړي چې په لويه کچه پوځي شخړه دې رامنځ ته شي. موږ نور کارونه لرو چې فکر پرې وکړو"

روانه اوونۍ د اوکراين په مرينکا او کراسنوګوروفکا سيمو کې نوې جګړې شوې دي.

دواړه غاړې يو بل په دې تورنوي چې د فبرورۍ مياشتې د منسک اوربند چې درنې وسلې د جګړې له لومړيو ليکو ايستل وو، مات کړی دی.

د جمعې پر ورځ د اوکراين ولسمشر پېټرو پوروشيکنو خبريالانو ته وويل روسيې د اوکراين سره پر پوله او د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې په "لويه کچه" پوځيان راغونډ کړي دي خو روسيه لګول شوي تورونه رودوي.

ښاغلي پېټرو پوروشيکنو وايي اوکراين ۵۰۰۰۰ پوځيان د جګړې ځای ته استولي دي.

د ۲۰۱۴ کال اپرېل مياشت کې د اوکراين شخړې له پيل کېدو وروسته په ختيځ اوکراين کې له ۶۴۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي پيټرو پروشيکنو وايي اوکراين ۵۰۰۰۰ پوځيان د شخړې ځای ته استولي دي

د اوکراين شخړه به د جي ۷ (G7) غونډې د خبرو په اجنډا کې شامله وي چې د يکشنبې پر ورځ پيلېږي.

تېره چهارشنبه دونيتسک په ختيځو برخو کې ګڼې جګړې شوې وې چې ټانکونه او درنې وسلې هم په کې کارول شوې وې.

روسيې تېره مياشت په مسکو کې په لويه کچه پوځي پرېډ تر سره کړ، چې شاوخوا ۲۵۰ جنګي الوتکو او ۱۲۰۰۰ پوځيانو په کې برخه لرله.

په اوکراين کې د لاسوهنو له کبله د روسيې او لويديځو هېوادونو تر منځ اړيکي اوسمهال نورې هم خرابې شوې دي.