مصري محکمه: حماس "ترهګره ډله" نه ده

د انځور حقوق AFP
Image caption پر حماس تور و، چې د مصر "وادي النطرون" پر زندان یې برید کړی او د اخوان المسلمین ګوند ګڼ غړي یې له زندانه خوشي کړي او د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ پر ۲۵مه یې د پاڅون پرمهال د تحریر په ډګر کې د لاریونانو په وژلو کې لاس درلود.

د مصر یوې محکمې خپل هغه حکم لغو کړ چې په تېر ژمي کې یې د فلسطین حماس ډله "ترهګره" اعلان کړې وه.

د قاهرې د استیاف محکمې په حکم کې راغلي، وړاندې حماس د مصر دننه په "ترهګریزو" پېښو کې ښکېله ګڼل شوې وه، او له مصري حکومت غوښتل شوي وو چې دغه ډله د ترهګرو په لست کې راولي.

پر حماس تور و، چې د مصر "وادي النطرون" پر زندان یې برید کړی او د اخوان المسلمین ګوند ګڼ غړي یې له زندانه خوشي کړي او د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ پر ۲۵مه یې د پاڅون پرمهال د تحریر په ډګر کې د لاریونانو په وژلو کې لاس درلود.

حماس تل په مصر کې ددغې ډلې له خوا د تاوتریخوالي رامنځ ته کولو د پېښو نټه انکار کړی، او له مصري چارواکو یې غوښتي چې خپلو تورونو ته منطقي دلیلونه وړاندې کړي.

د مصر یوې محکمې په تېره جنورۍ میاشت کې د حماس ډلې پوځي څانګه د عزالدین القسام کنډک ترهګر بللی و.

حماس دا حکم بابیزه او له دلایلو پوچ بللی و.

حماس په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي دا پرېکړه "د فلسطیني مقاومت پروړاندې کودتا" ده.

قاهرې څو کله د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ په اړیکو کې اساسي رول لوبولی. او په ۲۰۱۲ کال پر غزې تراډې د جګړې د درېدو لپاره یې هم هلې ځلې کړې وې.

د انځور حقوق AFP
Image caption مصر په وروستیو کې له غزې تراډې سره پر پوله له رفح سیمې وګړي وایستل او هلته یې تونلونه ویجاړ کړل، چې وايي حماس ډله له دې تونلونه د بریدونو لپاره ګټه اخلي.

مصر په وروستیو کې له غزې تراډې سره پر پوله له رفح سیمې وګړي وایستل او هلته یې تونلونه ویجاړ کړل، چې وايي حماس ډله له دې تونلونه د بریدونو لپاره ګټه اخلي.

حماس د مصر پر حکومت تور پورې کوي، چې له تېرو نژدې اوو کلونو راهیسې یې غزه کلابنده کړې ده.

حماس د تېرې پېړۍ اتیایمې لسیزې په وروستیو کې د یوې خپلواکې ډلې په توګه له اخوان المسلمین ګوند جلا شو.