طارق عزیز د صدام او نړۍ ترمنځ د اړیکو پل

طارق عزیز د انځور حقوق Reuters
Image caption طارق عزیز د عراق د وزیرانو شورا کې لومړی عیسوی و.

د عراق د عدلیې وزارت وايي، د دغه هېواد د پخواني ولسمشر صدام حسین د واکمنۍ پرمهال مرستیال لومړی وزیر طارق عزیز د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته د عراق په یوه زندان کې مړ شوی دی.

ښاغلی عزیز د صدام حسین او نړۍ ترمنځ د اړیکو پل ګڼل کېده. نوموړي په انګلیسي ژبه روانې خبرې کولې، د خبرو ښه مرکچي و، او د ۱۹۹۱ کال د جنورۍ پر نهمه یې په ژنیوا کې د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو له وزیر جیمز بیکر سره په کتنه کې له کویت نه د عراقي ځواکونو د وتلو پر سر خبرې وکړې.

که څه هم ددوی خبرې له اټکل ډېرې وغځېدې، خو کومه څرګنده پایله یې نه درلوده. عزیز ویلي وو: "کله چې موضوع پر عربو پورې اړونده شي، تاسو لکړې ښوروئ، موږ له دوه مخي سیاسته ستړي شوي یو".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption طارق عزیز په ۱۹۹۸ کال د ملګرو ملتونو له سرمنشي کوفي عنان سره

عزیز هغه مهال صدام حسین ته د جورج بوش یو لیک هم ترلاسه کړی و، چې پکې راغلي وو، د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د خبرو داسې لهجه نه وي. خو کله چې ترې وپوښتل شول، ایا خلیج کې د جګړې پیلېدو سره به عراق پر اسرائیلو برید وکړي؟ د نوموړي ځواب دا و چې: "هو، په ټینګار سره وایم هو".

کودتا

طارق عزیز د عراق د وزیرانو شورا کې لومړی عیسوی و. نوموړی د عراق په شمال موصل کې زیږېدلی. په لس کلنۍ کې یې کورنۍ بغداد ته لېږدېدلې ده او هلته یې زده کړې کړې. عزیز لومړی د انګلیسي ژبې د ښوونکي په توګه دنده پیل کړې. بیا په ۱۹۶۳ کال د بعث (کمونیستي ګوند) له کودتا وروسته ددغه ګوند غړی شو، چې کودتا تر لسو میاشتو پورې وغځېده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له برید څو اونۍ مخکې طارق عزیز له دویم پاپ جان پال سره د سولې د خبرو پرمهال

کله چې بعث ګوند په ۱۹۶۸ کال واک ته ورسېد، عزیز د دغه ګوند د یوې ورځپاڼې مشر او بیا د اطلاعاتو وزیر شو. نوموړي ‎د صدام حسین په ګټه ډېر کار کړی او په ۱۹۸۳ کال د صدام حسین له خوا د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.

له ایران سره د عراق د جګړې پرمهال عزیز وتوانېد چې له لوېدیځ سره د عراق اړیکي یوڅه ښه کړي. له کویت سره تر جګړې وروسته د ۱۹۹۰ کال په اګست کې کله چې عراق له نیمه ګوښه شوي حالت سره مخامخ شوی و، عزیز له ایران سره د خبرو له لارې یوې هوکړې ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو له عمومي منشي خاوییر پیریز دي کویلار او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جیمز بیکر سره په عمومي ناستو کې عزیز ټینګار کاوه چې کویت د عراق یوه برخه ده، او په هر راز خبرو کې باید د فلسطین قضیه یاده شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption طارق عزیز (ښۍ خوا ته) د صدام حسین د نظام یوه وتلې څېره

عزیز په ستراتیژیکو بنسټونو کې د لوېدیځوالو بندیانو د پاتې کېدو په تړاو د صدام حسین د تګلارې ملاتړ کاوه.

شخ برېتونه

عزیز د "بعث" ګوند د نا عصري اړخ یو عصري غړی ګڼل کېده. د نوموړي شخ برېتونه کټ مټ د ممثل ګروشو مارکس په شان وو. عزیز ټوکي سړی و، خو د خبرو پرمهال یې له جدیتوب کار اخیست، خو د صدام حسین ډېر درناوی یې کاوه، او د هغه نظریو ته یې په درنه سترګه کتل.

د ۲۰۰۳ کا د مارچ پر ۱۹مه، له عراقه رپوټونه خپاره شول، چې عزیز د عراق کردستان ته د ننوتلو د هڅې پرمهال په مرمۍ ویشتل شوی او وژل شوی دی. دا ګنګوسه وروسته تر هغه بې بسټه ثابته شوه، چې عزیز په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دی روغ رمټ دی.

Image caption پر نوموړي تور و چې د صدام حسین د حکومت پر وخت یې مذهبي لږکي ربړولي و.

د صدام حسین له پرځېدو وروسته، د عزیز کور ولوټل شو، او د جرمونو اړوند ټول لاسوندونه یې یووړل شول. او د اپریل پر ۲۴ مه امریکايي ځواکونو ته وسپارل شول.

په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له برید او د بغداد له سقوط وروسته، عزیز امریکا ته د مطلوبو کسانو د ۵۵ کسیزه لیست ۴۳ سړی و.

د عراق له نیواک وړاندې، عزیز ددې پرځای مرګ غوره وباله، چې له امریکا سره دې د جګړې د بندي په توګه پاتې شي.

عزیز له یوې عراقۍ مسیحۍ ښځې سره واده کړی او درې بچیان لري.

د عراق سترې محکمې په ۲۰۱۰م کال کې نوموړی د مرګ په سزا محکوم کړی و.

د انځور حقوق a
Image caption طارق عزیز په انګلیسي روانې خبرې کولې

پر نوموړي تور و چې د صدام حسین د حکومت پر وخت یې مذهبي لږکي ربړولي و.

نوموړي په ۲۰۰۳م کال کې د عراق حکومت له پرځېدو سملاسي وروسته ځان امریکايي ځواکونو ته وسپاره.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په ۱۹۸۴ کال کې طارق عزیز د امریکا له ولسمشر رونالډ ریګ سره په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال

ورته مطالب