م. م: د يمن د سولې خبرې راتلونکې اوونۍ پيلېږي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ويل کېږي د تېرو څو مياشتو جګړو پر مهال په يمن کې له ۲۰۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

ملګرو ملتو ويلي د يمن د حکومت او حوثي ياغيانو ترمنځ د سولې خبرې راتلونکې اوونۍ د جولای پر ۱۴مه په جنيوا کې پيلېږي.

ټاکل شوې وه دغه خبرې د تېرې ميلادي مياشتې په وروستيو کې شوې وای.

خبرې هغه مهال وځنډېدې چې حکومت له حوثي ياغيانو وغوښتل د خبرو له پيلېدو وړاندې دې له نیول شويو سيمو ووځي.

د دواړو لوريو ترمنځ داسې مهال د سولې خبرو اعلان کېږي، چې له تېرې ورځې (شنبه، جولای شپږمه) حوثيان په سعودي کې هدفونه په نښه کوي.

سعودي عربستان تېره ورځ اعلان وکړ، يو سکاډ توغندی چې حوثي ياغيانو پر دغه هېواد ورتوغولی و، شنډ او له منځه وړی دی.

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون د يمن جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې پرته له هر ډول مخکنيو شرطونو د خبرو مېز ته کيني.

په منځني ختيځ کې د بي بي سي خبريال وايي د يمن چارواکو چې اوس په خپله خوښه په سعودي کې جلاوطن دي او حوثي ياغيانو دواړو په دغو خبرو اترو کې ګډون تاييد کړی.

ويل کېږي د تېرو څو مياشتو جګړو پر مهال په يمن کې له ۲۰۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتو سازمان په يمن کې اوسنی وضعيت ناورين ته ورته بللی، ويلي يې دي چې د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي مرستو ته اړتيا لري.

ورته مطالب