بريتانيا، عراق ته نور پوځي روزونکي استوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د بريتانيا حکومت د مارچ مياشت کې اعلان کړی و، چې شاوخوا ۶۰ پوځي روزونکي به عراق ته د کوردي ځواکونو د روزلو لپاره استوي

د بريتانيا لومړی وزير ډېويد کمېرون وايي، غواړي عراق ته ۱۲۵ پوځي روزونکي ولېږي چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه کې د عراقي پوځ ته روزنه ورکړي.

ډېوېډ کمېرون دغه اعلان د جي اووه غونډې پرمهال له عراقي مشر سره تر کتنې وړاندې کړی.

ښاغلي کمېرون وويل د "اسلامي دولت" ډلې فعاليتونه تر ټولو "لوی خطر" دی او د غونډې په ترڅ کې ورته اشاره وشوه.

د اوسنيو روزونکو په ګډون به بريتانيا په عراق کې ۲۷۵ پوځي روزونکي ولري.

د بريتانيا د يوه چارواکي په وينا د عراق لومړي وزير حيدر العبادي ترې دغه مرستې غوښتې دي. دی وايي بريتانوي پوځيان به د عراق پوځ د چاودېدونکو توکيو پر وړاندې وروزي.

له دغه ټولي شاوخوا ۱۰۰ تنه يې عراق ته استول شوي چې ځايي ځواکونو ته د سړک غاړې بمونو په له منځه وړلو کې روزنه ورکړي.

ويل کېږي دغه روزونکي به په اډو کې دننه وي او د جنګ سيمې ته به نه لېږل کېږي.

د انځور حقوق AP
Image caption ډېوېډ کمېرون دغه اعلان د جي اووه غونډې پرمهال له عراقي مشر سره تر کتنې وړاندې کړی

د بريتانيا حکومت د مارچ مياشت کې اعلان کړی و، چې شاوخوا ۶۰ پوځي روزونکي به عراق ته د کوردي ځواکونو د روزلو لپاره استوي.

اوس مهال له ۱۰۰۰ زيات کوردي پوځيان د بريتانيا له خوا روزل شوي دي.

د هغه مهال د دفاع وزير مايکل فالون وايي " د سړک غاړې بمونو پر وړاندې د عراقي ځواکونو روزل به له دوی سره د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه کې مرسته وکړي" دی وايي "د هوايي بريدونو سربېره بريتانيا د عراقي ځواکونو په روزلو کې مهمه برخه اخلي"