صنعا کې پر پوځي اډه هوايي بريد کې ۴۴ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د ملګرو ملتونو په وينا په يمن کې د روانې جګړې له کبله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۲۰۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۸۰۰۰ ټپي شوي دي

د يمن په پلازمېنه صنعا کې د سعودي پر مشرۍ د اېتلافي ځواکونو الوتکو، هوايي بريدونه کړي چې لږ تر لږه ۴۴ کسان په کې وژل شوي دي.

له صنعا څخه راغلي راپورونه ښيي چې الوتکو د پوځ د مشر کور په نښه کړی و.

د حوثي ياغيانو سرچينې وايي په دې بريد کې د ۴۴ وژل شويو کسانو سربېره له ۱۰۰ زيات کسان ټپيان شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې ګډون لري.

له دې واړندې داسې راپورونه راغلي وو چې په وژل شويو کسانو کې ډېری پوځيان دي چې د معاشونو د اخيستلو لپاره را ټول شوي وو.

سعودي عربستان او ايتلافي ځواکونو يې د مارچ پر ۲۶ يمن کې د حوثي ياغيانو پر وړاندې هوايي بريدونه پيل کړي دی.

دغه هوايي بريدونه له هغه وروسته کېږي چې د حوثي ياغيانو او يمن دولت ترمنځ د سولې خبرې د جون پر ۱۴ نېټه پيلېږي.

وړاندې د مۍ پر ۲۸ ملګرو ملتونو دواړه غاړې د سولې خبرو ته د رابللو هڅې کړې وې خو په دې نه وو کامياب شوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption له صنعا څخه راغلي راپورونه ښيي چې الوتکو د پوځ د مشر کور په نښه کړی و

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په يمن کې له ټولو غاړو غوښتي چې بې له کوم قيد او شرط د سولې خبرې پيل کړي.

په منځني ختيځ کې د بي بي سي خبريال وايي د حکومت او حوثي ياغيانو تر منځ د سولې خبرې به د جون پر ۱۴ پيلېږي خو داسې ښکاري چې له دې خبرو وړاندې دواړه غاړې غواړي خپلې مټې غښتلې کړي.

ياغيانو، ولسمشر منصور هادي د يمن له پلازمېنې صنغا په تېښته مجبور کړ او اوسمهال سعودي کې اوسېږي.

د ملګرو ملتونو په وينا يمن کې د روانې جګړې له کبله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۲۰۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۸۰۰۰ ټپيان شوي دي.