سعودي کې محکمې د بلاګ ليکوال سزا تاييد کړه

د انځور حقوق FAMILY HANDOUT
Image caption رايف البدوی د ۲۰۱۲ کال له جولای مياشتې راهيسې په زندان کې دی

د سعودي عربستان سترې محکمې بلاګ ليکونکي رايف البداوي ته ورکړل شوې سزا تاييد کړه.

نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې اسلام ته د سپکاوي په تور نيول شوی و چې بيا وروسته ورته د ۱۰۰۰ لښتو (درو) او لس کاله بند سزا وا ورول شوه.

وړاندې سعودي عربستان دوه ځلې د بلاګ ليکونکي ريف البداوي سزا ځنډولې وه، ويل کېږي د سزا ځنډول يې ناوړه روغتيايي حالت ښودل شوی و.

په مارچ مياشت کې د سعودي عربستان حکومت ددې سزا په اړه د نړيوالو پر نيوکو او غبرګون حيرانتيا ښودلې وه.

ريف البداوي ته وړاندې د سزا يوه برخه چې ۵۰ لښتې وې په جنوري مياشت کې ورکړل شوې خو نوره سزا يې بيا وځنډول شوه.

یوه ويډيو ښيي چې البداوي د امنيتي ځواکونو له خوا په درو وهل کېږي. د دغو تصويرونو له کبله په نړيواله کچه غبرګونونه او نيوکې را پورته شوي.

مخکې د حقونو يوه فعاله او په بلاګ ليکلو کې د رايف ملګرې سعود الشمري له زندانه خوشي شوې وه، هغه دری مياشتې پر ټوېټر د هغه پيغام له کبله چې مخالفانو يې اسلام ته سپکاوی باله زندانی وه.

د انځور حقوق Getty
Image caption په مارچ مايشت کې د سعودي عربستان حکومت ددې سزا په اړه د نړيوالو پر نيوکو او غبرګون حيرانتيا ښودلې وه

پر بدوي د "اسلام سپکوونکې وېبپاڼې جوړولو" تور دی، چې د سعودي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له خوا د هغه د بشري حقونو د ټولنې جوړېدل هم غندلي دي.

رايف البدوی د ۲۰۱۲ کال له جولای مياشتې راهيسې په زندان کې دی.

د بښنې نړيوال سازمان دغه پرېکړه "رسوا کوونکې" بللې وه.