ایران د احمدي نژاد اجرایوي مرستیال حمید بقايي نیولی

د انځور حقوق ISNA
Image caption حمید بقايي احمدي نژاد ته نژدې سړی و

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین محسني ویلي، د مخکیني ولسمشر محمود احمدي نژاد اجرایوي مرستیال حمید بقايي نیول شوی دی.

د ایسنا د راپور له مخې، ښاغلي محسني د دوشنبې په ورځ وویل، د ښاغلي بقايي دوسیه له سره ارزول کېږي، چې محکمې یې وړاندې د نیولو امر کړی و.

محسني د بقايي د نیول کېدو لامل په قضائیه قوه کې د نوموړي د دوسیې پر شتون پورې تړلی، خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي.

حمید بقايي د احمدي نژاد دویم مرستیال دی، چې د ښاغلي احمدي نژاد د واک له پایته رسېدو وروسته نیول کېږي.

وړاندې، د احمدي نژاد لومړی مرستیال محمد رضا رحیمي هم له نیول کېدو وروسته په پنځو کلونو او نغدي جریمې محکوم شوی و، چې اوس هم په زندان کې دی.

ښاغلی بقايي څلور کاله مخکې هم څلور کاله له دندې په لیرې کېدو محکوم و.

بقايي د ایران د مخکیني ولسمشر احمدي نژاد ددفتر له مشر اسفندریا رحیم مشايي ته نژدې سړی ګڼل کېږي.