''د ايران اتومي پروګرام کې عرب هېوادونه راسره موافق دي''

د انځور حقوق AFP
Image caption دوه اوونۍ وړاندې د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير ايران د سيمې په چارو کې په لاسوهنه تورن کړ، ويې ويل چې هېواد به يې د دغې مداخلې پر وړاندې چپ پاتې نه شي

د اسراييلو لومړي وزير بنیامين نتنیاهو ويلي د عرب خلیج هېوادونه په دې برخه کې ورسره یوه خوله دي، چې ايران باید اتومی وسلو ته پرېنښودل شي.

ښاغلی نتنیاهو دغه څرګندونې له هغو راپورونو وروسته کوي، چې ويل کېږي د ايران او سعودی چارواکو د ايران د مهارولو لپاره څو ځله سره پټ ليدلي دي.

ايران وايي اتومي پروګرام يې د سوله ييزو موخو لپاره دی او اوس هڅه کوي د نړۍ له شپږو سترو قدرتونو سره يوې موافقې ته ورسېږي.

د دغې موافقه موخه دا ده چې ايران به خپل اتومي پروګرام محدودوي او په مقابل کې به يې پر ايران د لویدیځ بنديزونه لېرې کېږي.

ښاغلي نتنیاهو خبرداری ورکړ چې دا موافقه به په سيمه کې د وسلو سیالۍ ته لمن ووهي او د سيمې ټول هېوادونه به د اتومي وسلو لرلو ته وهڅوي.

اسراييلو تل د نړیوالو او ايران ترمنځ د تهران د اتومي وسلو پر سر خبرو مخالفت کړی، ځکه وايي دا ايران ته د یورانیمو غني کولو اجازه ورکوي.

د بلومبرګ شبکې تېره اوونۍ راپور ورکړ، چې د اسراييلو او سعودي عربستان چارواکي د ''خپل ګډ دښمن ايران'' په اړه پټ ليده کاته کړي دي.

د بلومبرګ په ليکنه د دواړو هېوادونو چارواکو په تېرو ۱۷ مياشتو کې په هند، ايټاليا او چک جمهوريت کې پنځه ځله له يو بل سره کتلي دي.

دغه ليده کاته داسې مهال کېږي چې د عربستان په ګډون عربي هېوادونه اسراييل په رسميت نه پېژني.

دوه اوونۍ وړاندې د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير ايران د سيمې په چارو کې په لاسوهنه تورن کړ، ويې ويل چې هېواد به يې د دغې مداخلې پر وړاندې چپ پاتې نه شي.

ورته مطالب