پاکستان د قتل په جرم يو مسيحی وګړی اعدام کړ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بشري حقونو سازمانونه وايي بهادر یوازې د دوو کسانو د شاهدۍ پر بنسټ محکوم شوی، چې وروسته دوی له خپلو خبرو ګرځېدلي دي

پاکستان هغه کس چې په وژنو تورن و او په مرګ د محکومېدو پر مهال يې عمر ۱۵ کاله و، اعدام کړی دی.

د بشري حقونو ډلو ويلي و، چې افتاب بهادر د شکنجې له لارې اعتراف کولو ته اړ کړای شوی و.

د پاکستان د محبسونو چارواکي وايي افتاب بهادر نن سهار (چارشنبه، ۱۰ جون) د لاهور زندان کې اعدام شو.

بهادر چې مسيحی دی په ۱۹۹۲ کال کې د پاکستان په شمال ختيځ ښار لاهور کې د يوې ښځې په ګډون دوو وژنو پړ پېژندل شوی و.

هغه مهال چې افتاب بهادر په مرګ محکوم شوی و ۱۵ کاله د اعدام عمر و، خو په ۲۰۰۰ کال کې د اعدام عمر ۱۸ کاله وټاکل شو.

د بشري حقونو د يوه نړیوال سازمان غړې مایا فوا وايي: ''دا واقعآ د پاکستان د قضا لپاره د شرم ورځ ده. له افتاب سره بې عدالتي شوې''.

دا وايي: ''بلاخره پاکستان د هغه د مدافع وکيل ضمانت هم رد کړ، په داسې حال کې چې هغه د افتاب د بې ګناهۍ لپاره د ثبوتونو برابرولو لپاره يوازې څو ورځو ته اړتيا لرله. دا پر قضا ملنډې وهل دي او د ټولو هغو لپاره غميزه ده چې افتاب پېژني''.

د بشري حقونو دغه سازمان وايي بهادر یوازې د دوو کسانو د شاهدۍ پر بنسټ محکوم شو، چې وروسته دوی له خپلو خبرو وګرځېدل.

سازمان وايي عيني شاهدانو ورته ويلي، چې دوی تر شکنجې لاندې و.

تر دې وړاندې پاکستان کې د هغه بل هلک د اعدام سزا وځنډول شوه چې د عمر پر سر يې د محکمې او د هغه د کورنۍ ترمنځ جنجال دی.

ټاکل شوې وه شفقت حسين د روانې جون مياشتې په نهمه نېټه اعدام شوی وای.