استرالیا د داعش پرضد د اسیا پسیفیک هېوادونو همکاري غواړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption استرالیا د یولړ نویو امنیتي ګامونو په اخیستو سره، هغو سیمو ته سفر کول جرم وباله، چې ترهګر پکې فعال دي او یا یې دا سیمې په کنټرول کې دي

د استرالیا لومړي وزیر ټوني ابوټ د اسیا پسیفیک له هېوادونو د ''جهادي ډلو'' پرضد د ګام اخیستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د سیډني د کنفرانس ګډونوالو ته وویل، ''اسلامي دولت'' ډله نړیوالې هیلې لري، چې د نوموړي په وینا ددغې ډلې مرګونې منګولې ډېرو لیرې سیمو ته رسېدای شي.

دغه دوه ورځني کنفرانس ته د مالیزیا، سنګاپور، جاپان، لاووس، ویتنام او نیوزیلنډ په ګډون د ۲۵ هېوادونو وزیران ورغلي دي.

د ګوګل، فیسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو وېبپاڼو له لارې نورو کسانو هم په دې کنفرانس کې ګډون کړی.

د استرالیا لومړی وزیر وايي، د آرام سمندر پر څنډو پراته هېوادونه باید له ''جهادي ډلو'' سره جدي مبارزه وکړي.

ټوني ابوټ د سیډني د کنفرانس ګډونوالو ته وویل، ''اسلامي دولت'' ډله نړیوالې هیلې لري، چې د نوموړي په وینا ددغې ډلې مرګونې منګولې ډېرو لیرې سیمو ته رسېدای شي.

نوموړي دا څرګندونې د امریکايي ولسمشر بارک اوباما له هغې پرېکړې وروسته کړې دي، چې امریکا د عراق انبار ولایت ته د عراقي ځواکونو د روزنې لپاره ۴۵۰ امریکايي پوځيان استوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption استرالیايي امنیتي ځواکونو په میلبورن او ځینو نورو ښارونو کې د ترهګرو ضد عملیات پیل کړي دي.

امریکايي د عراقي ځواکونو په لیکو کې د سُني قبیلو د جنګیالیو ورګډولو او پوځي تمرین ورکولو لپاره هم په عراق کې پنځمه روزنیزه اډه هم پرانیسته.

امریکا وايي، د عراق په لوېدیځ کې سني قبایل د ''اسلامي دولت'' پروړاندې جنګړه کې مهم رول لوبولی شي.

''یا تسلیم شئ یا ومرئ''

ټوني ابوټ وویل: ''داعش ''اسلامي دولت'' راځي، که دوی راشي، د هر چا او هر حکومت دا پیغام لري چې ''یا تسلیم شئ یا ومرئ''. تاسو له دا ډول عناصرو سره بحث نه شئ کولئ، تاسو یوازې د جګړې غوراوی لرئ''.

د استرالیا لومړی وزیر وايي: ''داعش یوه سیمه ییزه سخت دریځه ډله نه ده، بلکې نړیوالې هیلې لرونکې ترهګره ډله ده''.

د انځور حقوق AFP

ښاغلي ابوټ وویل، لویه ننګونه دا ده چې ځوان نسل څرنګه له جهادي ډلو راوګرځول شي، چې همدا د کنفرانس د ګډونوالو هېوادونو یو هدف هم دی.

د استرالیا حکومت په وروستیو کې د داسې پلانونو اعلان وکړ، چې د سخت دریځو ډلو له ملاتړو دوله تابعیته لرونکو استرالیایانو خپل تابعیت واخلي.

ورته مطالب