د رفسنجاني زوی په ۱۰ کلونو بند محکوم شو

مهدي هاشمي د انځور حقوق Tasnim
Image caption د مهدي هاشمي محاکمه په تېر اګست میاشت کې پیل شوې وه.

د ایران د قضائیه قوه وايي، د پخواني اکبر هاشمي رفسنجاني زوی مهدي هاشمي زوی یې په ۱۰ کاله قطعي بند محکوم کړی دی. هاشمي په بډو اخیستو او جعل کارۍ تورن شوی دی.

د قضائیه قوې ویاند غلام حسین محسني اژه ای وايي" د مهدي هاشمي په حق کې د ۱۰ کلونو بند صادر شوی حکم قطعي دی او ددغې پرېکړې په اړه محکمې پر خپل نظر بیا غور کړی دی".

د ایران "دانشجو نیوز" په وینا، ښاغلي اژه ای د ښاغلي هاشمي د تورونو په اړه وویل: "ښاغلی هاشمي د بډو، اختلاس او امنیتي مسائلو پر درو تورونو په محکمه کې تورن شوی".

نوموړی وايي، که چېرې له اختلاس سره جعل کاري هم وي، جرم یې له ۷ تر ۱۰ کلونو پورې بند دی، او که جعل کاري ورسره نه وي، د ۵ او ۱۰ کلونو ترمنځ دی.

دی زیاتوي، د بډو اخیستو سزا د پنځو او لسو کلونو ترمنځ زندان دی.

اژه ای د ایران د سزا د قانو د ۱۳۴ مادې پربنسټ وویل، په جرمونو کې باید مجرم له درو ډېر جرمونه نه وي کړي، خو که چېرې وي، نو محکمه اشد مجازات ورته ټاکي.

د مهدي هاشمي محاکمه په تېر اګست میاشت کې پیل شوې وه.

هغه د محاکمې پرمهال پر حکم نیوکه کړې وه.

نوموړی په ایران کې د سونتوکو د ښه کولو سازمان مشر و. هاشمي د ۱۳۸۸ کال له ولسمشریزو ټاکنو وروسته له ایران وتلی و چې درې کاله وروسته ایران ته ستون شو.

هغه له تېرو دوو میاشتو راهیسې په زندان کې و.

ورته مطالب