''د بغداد هوايي ډګر کې د طارق عزیز مړی تری تم شوی''

د انځور حقوق Reuters
Image caption طارق عزیز د تېرې جمعې په ورځ د عراق په سوېلي الناصریه زندان کې ومړ.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د عراق د مخکیني مړه شوي مرستیال لومړي وزیر طارق عزیز د لور له قوله ویلي، چې د پلار مړی یې عمان ته د خاورو سپارلو پرمهال د بغداد په هوايي ډګر کې تری تم شوی دی.

سرچینې د زینب طارق له خولې ویلي، مور یې په عراق کې ورته ویلي، چې د طارق عزیز مړی د تېرې پنجشنبې په ورځ د بغداد په هوايي ډګر کې تری تم شوی دی.

زینب طارق عزیز په عمان کې اوسېږي.

بل خوا، د اردن شاهي هوايي چلند یوه چارواکي ویلي، د تېرې پنجشنبې په ورځ کې له بغداد نه کوم وروستۍ الوتنه اردن ته شوې ده، د طارق عزیز مړی پکې نه و.

طارق عزیز د تېرې جمعې په ورځ د عراق په سوېلي الناصریه زندان کې ومړ.

اسوشېټېډ پرېس په عراق کې د عدلي طب څانګې د مشر له خولې ویلي، ددوی څېړنو ثابته کړه چې طارق عزیز د زړه د حملې له کبله مړ شوی.

ورته مطالب