د ګوانتانامو ۶ یمني زندانیان عمان ته لېږدول شوي

د انځور حقوق United States Department of Defense

امریکا وایي شپږ هغه یمني زندانیان، چې له کلونو راهيسې په ګوانتانامو زندان کې بنديان وو عمان ته ولېږل شول.

د امریکا د دفاع وزارت پنتاګون ویلي، چې د عمان له دغه "بشردوستانه" ګام څخه منندوی دي.

پنتاګون له عمان څخه له دې کبله، چې د ګوانتانامو د تړلو لپاره د امریکا له هڅو تل ملاتړ کوي، مننه کړې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۰۸ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د ګوانتانامو د تړلو ژمنه کړې وه، خو لا تراوسه د دغه زندان په تړلو بریالی شوی نه دی.

اوباما تیر کال يوه وينا کې چې د امریکا کانګرس ته يې کوله ترې وغوښتل، چې د قانوني ستونزو په له منځه وړلو سره دې ۲۰۱۴ کال د ګونتانامو د تړلو پر کال بدل شي.

د نوموړي دولت په دې توانېدلی، چې د دغه زندان د زندانیانو شمېر تر نیمایي کم کړي.

پنتاګون وايي، عمان ته د دغو شپږو تنو یمني بندیانو په لېږدولو سره به د ګوانتانامو د زندانیانو شمېر ۱۱۶ ته را کم شي.

پنتاګون د جنورۍ په میاشت کې دا اعلان هم وکړ، د ګوانتانامو پنځه زندانیان، چې له یوې لسېزې څخه په دغه زندان کې زنداني وو د قزاقستان د دولت په منلو سره نوموړي هېواد ته د عادي ژوند کولو لپاره لېږدولي.

مخکې له دې د دسمبر په میاشت کې د ګوانتانامو څلور زندانیان افغانستان ته او ۶ نور زندانیان یې يوروګوای ته لېږدولي دي.

د ۲۰۰۱ سپټمبر یوولسمې پېښې وروسته امریکا په ترهګرۍ تورن کسان له بېلا بېلو ملیتونو څخه دغه زندان ته ولېږدول.

په دغو کلونو کې د زندان حالت او په هغو شرایطو کې چې زندانیان په کې ساتل کېدل د بحث جنجالي موضوع و.

د ګوانتانامو خلیج د کیوبا په خاوره کې ده خو د هاوانا سره د مخالفت له کبله او د هغه هوکړه لیک پر بنسټ، چې د کیوبا د انقلاب څخه مخکې د دغو دوو ګاونډویو هیوادونو تر منځ ترسره شوی و دغه خلیج د امریکا په "اجاره" کې دی.

ورته مطالب