هند کې ترافيکې پېښې ۲۲ زيارت کوونکي وژلي

د انځور حقوق Dhanjay

د هند سویلي ایالت اندهرا پردیش د راجامندري سیمې سره نژدې یو توانس ډوله موټر سیند ته لویدلی، چې له کبله یې ۲۲ کسان وژل شوي دي.

لویدیځ ګوداوری سیمې څارنوال ارون کمار بي بي سي ته ویلي، چې دغه پېښه نن سهار پنځه نیمې بجې (جون ۱۳) شوې.

په دغه موټر کې ۲۳ کسان سپاره وو، چې یوازې یو ماشوم په کې ژوند پاتې شوی دی.

ځایي رسنۍ د دغه ایالت د مشر وزیر چننارجپا له قوله وايي، د پېښې ۲۱ قربانیانو ځای په ځای ساه ورکړه او یو بل تن بیا په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله مړ شو.

چلوونکي د موټر کنترول له لاسه ورکړی و، چې په پایله کې يې موټر سیند ته ولوید.

د رپوټونو پر بنسټ په وژل شویو کسانو کې ۹ میرمنې او ۷ ماشومان شامل دي، چې مړي یې د راجامندري یوه روغتون ته استول شوي دي.

وژل شوي کسان ټول د اندهر پردیش ایالت تر ټولو لوی ښار وشاکهاپټنم د اچوتیاپورم سیمې اوسیدونکي وو، چې تروپتي ته د زیارت کولو لپاره تللي وو او کورونو ته د بیرته ګرځیدو په حال کې وو.

په تروپتي کې د هندوانو يو لوی عبادت ځای موجود دی، چې د اندهرا پردیش په خاوره کې ده.

د هند د خبري اژانس انډین ایکسپریس پر بنسټ پولیس وايي، چې په سیند کې اوبه کمې وې خو له ۳۰- ۳۵ فوټو لوړ ځای نه د دغه موټر لویدل د زیاتې مړنې لامل شو.

ورته مطالب