ج کوريا کې د 'ميرس' له امله د مړو شمېر ۱۶ ته وخوت

د انځور حقوق AP
Image caption د جنوبي کوريا چارواکي وايي اوس په دغه هېواد کې په ميرس ويروس د اخته کسانو شمېر ۱۵۰ ته رسېدلی دی

په جنوبي کوريا کې د هغې ساري ناروغۍ له امله چې د میرس په نوم يادېږي يو بل کس هم مړی شوی او په دې توګه له دغې ناروغۍ د مړو شويو کسانو شمېر ۱۶ ته ورسېد.

دا ویروس د Middle East Respiratory Syndrome په نوم یادیږي چې د یو لړ سختو تنفسي ستونزو لکه ټوخی، سالنډۍ او تبې لامل کیږي.

چارواکو په جنوبي کوريا کې د دغې خپرېدونکې ناروغۍ د پنځو نورو تازه پېښو په اړه هم راپور ورکړی دی.

دوی وايي اوس په جنوبي کوريا کې په ميرس ويروس د اخته کسانو شمېر ۱۵۰ ته رسېدلی دی.

پر همدې مهال يو کس چې سلواکيا ته تللی، سره له دې چې طبی ازموينو يې ويروس منفي ښوولی، خو بيا هم د نورو معايناتو لپاره قرنطين شوی دی.

په دغه ۳۸ کلن سړي کې د میرس ناروغۍ نښې چې نس ناستی، تبه او د پوټکي زخم دی ښکاره شوې دي.

دی د سلواکيا پلازمېنې براتېسوالا ته د جون پر درېيمه ورسېد.

دغه ۳۸ کلن تر اوسه د وينې څلور معاینات کړي چې د دريو نتيجه يې منفي ده او د څلورمې پايلې سمې نه دي روښانه شوي.

د انځور حقوق AP
Image caption عام خلک له دغه ويروس نه د ځان ساتلو لپاره له ډاکټرانو مشورې اخلي او له هغو سره سم خپل ژوند پر مخ بيايي

د سلواکيا د روغتیا چارواکي وايي له همدې امله دوی غواړي د دغه سړي نور معاينات هم وکړي.

راپورونه وايي دغه کس د جنوبي کوريا د موټر جوړولو په يوه کمپنۍ کې کار کاوه.

د جنوبي کوريا په پلازمېنه سيول کې يوه روغتون وروسته له هغه خپل ډېر فعاليتونه وځنډول چې وپتېيل شوه د میرس د نژدې نيمايي پېښو لامل ده.

د سمسنګ طبي مرکز مشر د يکشنبې پر ورځ عمومي بښنه وغوښته.

د دغه مرکز مشر سانګ جی هون خبريالانو ته ويلي روغتون به يې د نورو ناروغانو درمنله ودروي او په روغتون کې په دغه ويروس د ککړو ناروغانو درملنه به وکړي.

ورته مطالب