ګڼ شمېر عربي هېوادنو کې پنجشنبه د روژې لومړۍ ده

د انځور حقوق Getty

سعودي، قطر، متحده عرب اماراتو، مصر، اردن، کويت، بحرين، يمن او د عراق سنيانو اعلان کړی چې د پنجشنبې ورځ، د جون ۱۸ مه، د ۱۴۳۶ هجري سپوږميز کال د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ نېټه ده.

په دې توګه به چارشنبه د شعبان مياشتې وروستۍ ورځ وي.

د سعودي دار الافتاء ويلي دا چې د سې شنبې پر ورځ، د جون پر ۱۶ مه، مياشت ونه ليدل شوه، نو چارشنبه د شعبان وروستۍ او پنجشنبه د روژې لومړۍ نېټه ده.

د افغانستان په ګډون يو شمېر هېوادونه او هم په نورو هېوادونو کې لږکی مسلمانان د روزې میاشتې ليدلو کې په سعودی پسې ځي.

نور اسلامي هېوادونه بيا د مياشتې ليدلو کې سره توپير کې وي.

ترکیې او ماليزيا هم ويلي چې روژه به د پنجشنبې پر ورځ پيلوي.

ورته مطالب