یو کلی چې شرابو ورانېدو ته نژدې کړی

د انځور حقوق Seetu Tiwari
Image caption د کونډو ښځو شمېر حیرانونکی دی

د هند بهار ایالت په کروندیا کلي کې ډېری کورنو کې د ویر ټغر خپور دی. د دغه کلي له هرو پنځو مېرمنو نه یې یوه کونډه ده او د دې لامل شراب دي.

د کلي مېرمنو د شرابو خلاف مبارزه هم پیل کړې، خو دا چاره اسانه نه معلومیږي. کلپاتي کوور ۵۰ کاله مخکې هغه مال واده شوه، چې ایله ۱۰ کلنه وه.

د هغې کورنۍ فکر کاوه، چې لور به یې وږې نه پاتې کېږي، خو شرابو هر څه په بله واړول. میړه یې د شرابو له کبله ومړ او زامن یې هم ټوله ورځ د شرابو په نشه کې ډوب پراته وي.

کله چې کلپاتي د خپلې کورنۍ وران ویجاړ حالت ګوري وايي:

چې د ډوډۍ پر ځای مو شراب له ستوني تېریږي، خود به مو همدا حال وي. یوه ورځ به ټول نارینه مړه شي، نن زه کونډه یم سبا به بله کونډه شي او بله ورځ هم بله.

د یوې غیر دولتي موسسې ' د مېرمنو ترقي غوښتونکی فورم ' د ۲۰۱۵ کال د یوې سروې له مخې دغه کلي کې ۵۰۰ ښځې داسې دي، چې د رایې ورکولو په شرایطو برابرې دي، خو وايي له دوی نه ۱۰۰ یې کونډې دي.

د دغې ادارې مشره سنیتا وايي، ۲۰۱۳ کال کې موږ دغه سیمه کې فعالیت پیل کړ او هلته مو د ډبرو ماتېدو له کبله د پورته شویو دوړو، شرابو او لوږې پرته نور هېڅ و نه لیدل، چې همدغه څه ځايي اوسېدونکي د مرګ کومي ته ټیل وهي. د کونډو ښځو شمېر موږ حیران کړو.

اوس د دغې سیمې خلک د خپلو لوڼو له ودولو ډډه کوي. د دغه کلي یوه سپین سرې ښځه راجدهاني دیوي وايي:

' اوس خلک دغه کلي کې د لور ودولو ته زړه نه ښه کوي، فکر کوي، که دلته یې واده کړو کونډه به شي. دغه راز مېندوارې ښځې د زوی پر ځای لوڼې غواړي، ځکه دوی فکر کوي، چې همدا لوڼې ښې دي، له شرابو به لرې وي.'

بل لور ته دغه سیمه کې که یوه لور ته د شرابو څښلو له کبله د مړینې شمېر لوړ دی، نو بل لور ته په سیمه کې د شرابو پر ضد مبارزه هم چټکه شوې ده.

د انځور حقوق Seetu Tiwari
Image caption اوس د دغې سیمې خلک د خپلو لوڼو له ودولو ډډه کوي سنیتا

مارچ میاشت کې د مېرمنو سازمان ساسارام ښار کې د شرابو پلور پر ضد احتجاجي لاریون کړی و او دغه مبارزه یوازې د ساسارام تر حده پاتې نه وه، بلکې یاد کلي ته هم رسېدلي.

د ۳۰ کلنې نبها میړه دوې میاشتې مخکې ومړ او اوس هغه د ځان او خپلو څلورو ماشومانو پالنې لپاره له نورو مزدورو ښځو سره یو ځای د یوې سترې ډبرې ماتولو بدل کې ایله ۱۰ روپۍ مزدوري تر لاسه کوي.

هغه وايي:

'یو ځلې په یوه ګاډي کې څو کسانو په ګونیو کې شراب راوړل، خو موږ هغه وډبول، له هغه وروسته هغه ګاډي والا کسان بیا سیمې ته نه دي راغلي.'

د مېرمنو له احتجاجه وروسته له بهره دغې سیمې ته راتلونکي شراب اوس نه راځي، خو په کلي کې اوس هم په یوه کوچني کار ځای کې شراب جوړیږي.

لامل یې دا دی، چې د کلي عاید سرچینې د همدې شراب پلورونکو ولکې کې دي او داسې حالت کې د هغوی مخالفت کول د وږي پاتې کېدو په معانا دي.

د سیمه ییزې محکمې مشر سندیپ کومار ته هم د کروندیا کلي حالت معلوم دي. هغه وايي:

' د کروندیا کلي حالت ښه نه دی، حکومت که څه هم ډېره هڅه کوي، چې مخه یې ونیسي، خو په دغه کلي کې لا هم په غیر قانوني توګه شراب پلورل کېږي.'