د مصر یوې محکمې د محمد مرسي د اعدام امر تایید کړ

د انځور حقوق AP
Image caption ۲۰۱۳ کال کې د خپلې محاکمې په لومړۍ ورځ نوموړي په لوړ غږ ځان د یوې ' پوځي کودتا قرباني وباله '

د مصر یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي د اعدام سزا تایید کړې ده. نوموړي ته دغه سزا ۲۰۱۱ کال کې د یوه زندان ماتولو او ګڼو زندانیانو تېښتې په تور ورکړله شوې وه. دغه سزا د مې په لومړیو کې ورکړله شوې وه، خو له هغه وروسته تایید شوه، چې د مصر مفتي اعظم پرې خپ نظر ورکړ.

مرسي ته همدا نن د فلسطیني حماس ډلي په استازیتوب د جاسوسۍ په تور د عمري زندان سزا ورکړله شوې.

د نوموړي پلویانو د هغه خلاف دغغه تورونه (( ملنډې )) بللې.

پرېکړه په استناف غوښتنې پورې مربوطه ده. مرسي ۲۰۱۱ کال جنوري کې له وادي النترون زندانه وتښتښېد او پرې تور دی، چې ګواکې له بهرنیو وسله والو سره یې د اسلامپالو زندانیانو خوشي کولو لپاره د زندانونو ماتولو پر پلان ګډ کار کاوه.

د ۲۰۱۱ پاڅون د حسني مبارک د ۳۰ کلنې واکمنۍ پای ته رسېدو لامل شو او له هغه یو کال وروسته مرسي د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۱۳ جولای کې د مصر پوځ له پراخو احتجاجونو وروسته نوموړی له واکه لرې کړ.

مرسي همدا اوس د احتجاج کونکو نیولو او ځورولو امر ورکولو په تور ۲۰ کلن زندان سزا تېروي.

د مصر دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې اخوان المسلمین د فلسطین له حماس سره په ګډه د مصر ختیځو پولو کې د نفوذ کولو او پر زندانونو د برید پلان درلود.

د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ بهر ته د مصر د محرومو اسنادو لېږدولو په تور د اخوان المسلمین ۱۶ نورو غړو ته هم د اعدام سزا اوروله شوې ده.

د اخوان المسلمین یوه مشر خیرات الشاطر په ګډون له تورنو کسانو نه یوازې درې کسان همدا اوس په زندان کې شپې سبا کوي.

۲۰۱۳ کال کې د خپلې محاکمې په لومړۍ ورځ نوموړي په لوړ غږ ځان د یوې 'پوځي کودتا قرباني وباله ' له هغه وروسته نوموړی د محاکمې پر مهال داسې یوه کوټنۍ کې کېنول کېږي، چې غږ یې بهر ته نه ځي.

چارواکي وايي دغه چاره د محاکمې بهیر له ګډوډولو نه د نوموړي د مخنیوي لپاره ترسره شوې ده.