اوم پوري:بې ربطه سندرې د مېرمنو نامناسب انځور ښيي

Image caption اوم پوري سیاستوالو د فلمونو کتلو مشوره ورکوي

د هندي فلمونو مشهور لوبغاړي اوم پوري، وايي هغو سندرو، چې د فلم له موضوع سره اړیکه نه لري، د هند سینما کې د مېرمنو ناسم انځور وړاندې کوي.

نوموړي په ( مس ټنکپور حاضر هو ) نومي فلم کې د پولیس افسر رول لوبولی، چې د جون میاشتې په پای کې به نندارې ته وړاندې شي.

هغه وايي فلمونو کې د دغه ډول سندرو له کبله، چې یوازې نڅا پکې ښوول کېږي، د ښځو په اړه د نارینه وو لیدلوری نامناسبه بڼه غوره کوي.

د دغې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا دغه ډول سندرې له فلمونو لرې کړل شي، اوم پوري وايي:

زه په فلمونو کې د موسیقۍ خلاف نه یم، خو سندري باید په مهذب انداز وړاندې شي.

نوموړی په پخوانیو فلمونو کې د یوې لوبغاړې کیبرې توهیلن یادوونه کوي، چې وايي د هغې په سندرو کې بې حیايي نه وه. هیلن د خپل وخت مشهوره فلمي لوبغاړې او د سلمان خان د پلار سلیم خان مېرمن وه.

اوم پوري ځان کریکټر هنرمند بولي او وايي:

زما په څېر هنرمندانو لپاره له پیله یو کلېشه يي رول په پام کې نیول کېږي او په عامیانه فلمونو کې دغه ډول هنرمندانو ته د ویلن یا همدغسې کوم رول چمتو کوي.

نن سبا له ۶۰ کلني د پورته عمر هنرمندانو د مرکزي رول په اړه نوموړی وايي، امیتاب بچن په څېر کسانو ته دغه ډول رول لیکل کېږي، خو موږ څوک په هنرمندانو کې نه شمېري او نه هم زموږ لپاره کوم دغه ډول رول لیکل کېږي.

مس ټنکپور حاضر هو، نومي فلم هغه مهال له ناندریو سره مخامخ شو، چې د اترپردېش یوې سیمه ییزې جرګې پرې د بندیز لګېدو غوښتنه وکړه، ځکه وايي پکې د دغه ډول سیمه ییزو جرګو ناسم انځور وړاندې شوی دی.