' کردي جنګالیو د سوریې تل ابیض ښارګوټی نیولی '

د انځور حقوق Reuters
Image caption کردان رښتیا هم داعش ته ماتې ورکوي بریټ میکګرک

سوريې کې کردي وسله وال وايي، د ترکیې پولې ته څېرمه تل ابیض ښارګوټي یې نیولی دی او د جهاي ډلو د اکمالاتي لارې تړلو لپاره هم اقدامات کېږي.

وايي د کردش پاپولر پروټکشن یونټ ( وای پي جي ) له لوري مرسته استول کېږي، چې د داعش مرکز رقه سویلي لارې کنترول تر لاسه شي.

تل ابیض کې د روانې جګړې له کبله زرګونه ځايي کسان ترکيې ته تښتېدلي دي.

د وسله والو کردانو دغه پرمختګ کې د امریکا هوايي بمباري او سوریې کې د داعش خلاف په جګړه بوختو وسله والو ډلو مرسته هم شامله ده.

کردان به اوس پر تل ابیض له ولکې ټینګولو وروسته د ترکیې پر پوله تر خپلې ولکې لاندې نورو سیمو سره هم اړیکه کې وي، چې ختیځ کې له عراقه بیا لویدیځ کې تر کوباني پورې غځېدلې سیمه ده.

تل ابیض کې یوه کرد قومندان حسین کوشر بي بي سي ته وویل:

' ټول ښار زموږ ولکې کې دی او اوس هلته جګړه نه شته.'

د نوموړي په وینا: ' زموږ خلک باید وپوهيږي، چې موږ د سوریې له شماله داعش له منځه وړو. '

کردي جنګالیو له ختیځ او لوېدیځ نه د تل ابیض پر لور د یکشنبې په ورځ پرمختګ پیل کړ او له کرۍ ورځې نښتو وروسته یې یو شمېر کلي ونیول.

د یوه کرد قومندان په خبره د جنګالیو دواړه ډلې د دوشنبې په ماسپښین د رقه سړک له لارې د تل ابیض سویل کې یو ځای شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption تل ابیض کې د روانې جګړې له کبله زرګونه ځايي کسان ترکيې ته تښتېدلي دي

بل لور ته د سوري یاغیانو برکن الفرات نومي ډله، چې له کردانو سره په دغه جګړه کې همکاري کوي وايي، د تل ابیض په ختیځ او سویل کې سخته جګړه شوې.

بل لور ته د داعش خلاف د نړیوال اتحاد مهم امریکايي چارواکي بریټ میکګرک ویلي:

'کردان رښتیا هم داعش ته ماتې ورکوي.'

خو د سوریې د یاغي ډلو یوې ډلې پر کردي وسله والو د توکمیز تبعیض تور پورې کړی او وايي دوی د تل ابیض ښار او څنډو کې یې عرب او ترک توکمه خلک په نښه کوي.

خو د وای پي جي، ویاند ریدر خلیل دغه تورونه په کله رد کړي دي.

بل لور ته دولتي رسنیو او خیریه موسسو فعالانو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ یوې ځانګړې پېښې کې یاغیانو حلب کې تر دولتي واک لاندې یوې سیمې برید کړی، چې وايي پکې له لسو ډېر کسان وژل شوي او له سلو ډېر ټپیان شوي، چې پکې ماشومان هم شامل دي.