د ترکیې پخوانی ولسمشر سلیمان دمیرل ومړ

د انځور حقوق EPA

د ترکیې پخوانی ولسمشر سلیمان دمیرل د ۹۰ کلونو په عمر روغتون کې ومړ.

ښاغلی دمیرل چې له ۱۹۹۳ تر ۲۰۰۰ کال پورې د ترکیې ولسمشر و، نن سهار (جون ۱۷) د ترکیې پلازمېنه انقره کې د ګیوون په روغتون کې ومړ. رپوټونو وايي، چې ښاغلی دمیرل د تنفسي سستم ناروغۍ له کبله په روغتون کې تر درملنې لاندې و.

ښاغلی دمیرل نژدې ۵ لسیزې د ترکیې په سیاست کې فعال کس و. نوموړي ۷ ځلې د ترکیې لومړي وزیر په توکه دنده تر سره کړې کړې او د حکومت یې دوه ځلې د پوځ لخوا ړنګ شوی دی.

ښاغلي دمیرل ۱۹۶۴ او ۱۹۹۰ کلونو اوږدو کې د عدالت ګوند مشرۍ په غاړه لرله او د ۱۹۸۰ کال له کودتا وروسته له هر ډول سیاسي فعالیت څخه منع شو.

وروسته ۱۹۸۷ کال کې دغه بندیز لرې کړل شو او سیاست ته د نوموړي د بیرته ستنېدو لاره هواره شوه.

ورته مطالب