م.م: په نړۍ کې د بې ځایه شویو شمېر ریکارډ کچې ته لوړ شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption رپوټ وايي په تېرو پنځو کلونو کې افریقا کې د اتو او منځني ختیځ کې د دریو جګړو په ګډون لږترلږه ۱۵ جګړې پیل شوې یا پخوانۍ هغه بیا شروع شوې دي.

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۴م کال کې د جګړو او ځورونو له کبله د بې ځایه شویو خلکو شمېر ریکارډ کچې، ۶۰ میلیونو ته رسېدلی دی.

د دغه سازمان د کډوالو چارو اداره (یو این ایچ سي آر) وايي د هغو خلکو شمېر چې له خپلو کورونو تښتېدو ته اړ شوي د تېر کال پرتله ۸،۳ میلیون وګړو په اندازه زیات شوی دی.

په سوریه کې روانه جګړه د دغو ریکارډ کچې شمېرو مهم لامل ګڼل کېږي.

د یو این ایچ سي آر مشر انتونیو ګټرز بي بي سي ته وویل "نړۍ په بد حالت کې ده".

"ستونزه دا ده چې خلک فکر کوي مرستندویان دغه حالت سمولی شي. دا نو نور شونې نه ده او زموږ له وړتیا وتلې خبره ده. د اغېزمنو شویو خلکو شمېر په زیاتېدو دی او په خواشینۍ سره ډېری یې لازمې مرستې لاسته نه راوړي".

ښاغلي ګټرز وویل په ۲۰۱۴م کال کې د بې ځایه شویو شمېر کې هره ورځ د ۴۲،۵۰۰ کسانو زیاتوالی راغلی، تېر کال دغه شمېره په ورځ کې ۳۲،۰۰۰ کسان وو.

رپوټ وايي په تېرو پنځو کلونو کې افریقا کې د اتو او منځني ختیځ کې د دریو جګړو په ګډون لږترلږه ۱۵ جګړې پیل شوې یا پخوانۍ هغه بیا شروع شوې دي.

د دې له امله د ۲۰۱۴ کال تر پایه ۵۹،۵ میلیون وګړي بې ځایه او ۱۹،۵ میلیون خلک کډوال شول.

د دغو کډوالو له ۵۰ سلنې ډېر یې ماشومان دي.

د بریتانیې د نړیوالې پراختیا منشي وویل وروستۍ شمېرې ټکان ورکونکې دي.

نوموړې وویل: "ما له ځینو دغو کسانو سره لیدلي، دوی ماته وایي یوازې غواړي خپلو کورونو ته د بېرته تلو فرصت لاسته راوړي او ورځنۍ ژوند بیا پیل کړي".

"ځکه نو داسې مهال چې موږ دغو کورنیو ته د ژوندي پاتې کېدو بنسټیز توکي لکه خواړه، پاکې اوبه او پناه ځایونه ورکوو، باید په دې هم فکر وکړو چې د بې وزلۍ او بې ثباتۍ اصلي ستونزو حل لاره څه ده".

یو این ایچ سي آر وویل په اوکراین، نایجریا او جنوبي سوډان کې د جګړو له کبله په کور دننه د بې ځایه شویو شمېر ۳۸،۲ میلیونو ته رسېدلی.

یوازې سوریه ۳،۹ میلیونه کډوال او ۷،۶ میلیونه په کور دننه بې ځایه شوي وګړي لري.

د کډوالو نورې لوړې شمېرې په افغانستان او سومالیه کې موندل شوې دي.

ورته مطالب