هند کې د زهرجن شرابو له څښلو وروسته ۲۷ کسان مړه شوي

د انځور حقوق
Image caption له دې مخکې هم هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله د مړینې پېښې رامنځته شوې دي

د هند ممبۍ ښار کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي دي.

چارواکي وايي د زهرجنو شرابو څښلو له کبله د نورو ۳۳ کسانو روغتیايي حالت هم اندېښمنونکی دی.

مړه شوي ټول کسان د ښار بیوزلې سیمې لکشمي نګر اوسېدونکي دي. ممبۍ پولیس په وینا دغه کسان په ښار کې له بارانه وروسته له نسبتاً مناسب موسم نه د خوند اخیستو لپاره د ښار څنډې ملاډ سیمې ته تللي وو.

پولیس وايي ملاډ کې دغو کسانو له یوه دکانه کورجوړ شوي شراب وپیرودل او له څښلو وروسته یې روغتیايي حالت خراب شو.

وايي له هغه وروسته د ښار بېلو روغتونونو ته ولېږدول شول، چې وايي دم ګړۍ د ۲۷ کسانو مړینه تایید شوې او پاتې ۳۳ نور کسان بېلو روغتونونو کې بستري دي.

د انځور حقوق
Image caption د هند لر او بر کې په غیر قانوني توګه جوړ شوي شراب موندل کېږي

پولیس وايي د هغه دکان څښتن یې نیولی، چې دغو کسانو ورنه شراب پیرودلي وو.

د بي بي سي خبریال وايي د زهرجنو شرابو له کبله د وژل شویو کې ډېر شمېر هغه بیوزلي کسان وي، چې له جوازلرونکو شرابخانو د شرابو پېرودلو توان نه لري.

ټول هند کې په غیر قانوني توګه چمتو شوي شراب تر لاسه کېږي او مینه وال یې هم ډېر دي، ځکه ویل کېږي، چې د دغه ډول شرابو بیه ټیټه وي او ډېر نشه کونکي وي.

دغو شرابو کې وايي د نشې ډېرولو لپاره کمیاوي مرکبات ګډوي، چې کله نا کله په زهرو بدلیږي.

له دې مخکې هم هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله د مړینې پېښې رامنځته شوې دي.

د بنګال ایالت لوېدیځ کې ۲۰۱۲ کال کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله نژدې دوه سوه کسان مړه شوي وو.

له دې مخکې ۲۰۰۹ کال کې د ګجرات په احمد اباد ښار کې زهرجنو شرابو ۱۰۷ کسان وژلي وو.