الجزيرې شبکې له جرمني د خپل خبريال پرېښودل غوښتي

د انځور حقوق AFP
Image caption الجزيرې شبکې د مصرۍ محکمې له لوري لګول شوی تور ''مسخره او ناسم'' بللی دی

د الجزيرې خبري شبکې د جرمني له چارواکو غوښتي، چې د دغې شبکې نيول شوی خبريال په سملاسي ډول بېرته خوشی کړي.

الجزيرې مخکې اعلان کړی و، چې د دغې تلويزيوني شبکې يو خبريال د مصر په غوښتنه په جرمني کې نيول شوی دی.

د الجزيرې د عربي څانګې خبريال احمد منصور هغه مهال تېره ورځ (شنبه، ۲۰ جون) د برلين په هوايي ډګر کې ونيول شو چې غوښتل يې قطر ته ولاړ شي.

د جرمني پولیسو ويلي، مصري چارواکو په نړیواله کچه د احمد منصور د نيولو حکم صادر کړی دی.

تېر کال په مصر کې يوې محکمې ښاغلی منصور په تحرير ډګر کې د يوه وکيل د شکنجه کولو په تور په ۱۵ کاله غيابي بند محکوم کړ.

الجزيرې شبکې د مصرۍ محکمې له لوري لګول شوی تور ''مسخره او ناسم'' بللی دی.

ښاغلی منصور ۲۵ کاله عمر لري او د مصر او بريتانيا دوه ګونی تابعيت لري.

د جرمني د پوليسو د وياند په خبره په هغه حکم کې چې د مصري چارواکو له لوري د ښاغلي منصور د نيولو په تړاو صادر شوی، نوموړی په کې په زياتو جرمونو کې ښکېل بلل شوی دی.

ښاغلي منصور د نيول کېدو په لومړيو دقيقو کې په يوه ويډيويي پيغام کې چې د الجزيرې له لوري خپور شو د ده نيول ''ناسم پوهاوی'' وباله او هيله يې وښوده چې ډېر ژر به داستونزه هواره شي.

احمد منصور په خپل پيغام کې ويلي: ''دا ډېره د خندا وړ ده چې د جرمني په څېر هېواد د يوه داسې ديکتاتور هېواد حکم پر ځای کړي چې موږ يې په مصر کې لرو''.

ښاغلي منصور تېره مياشت له يوه نامعلوم ځای نه د نصرت جبهې له مشر ابو محمد الجولاني سره مفصله مرکه کړې وه، چې له الجزيرې خپره شوه.

ښاغلي الجولاني په دغه مرکه کې ژمنه کړې وه، چې ډله به يې ''سيمه کې د ايران لاس لنډ کړي''.

له هغه راهيسې چې عبدالفتاح السيسي د مصر ولسمشر شوی د قاهرې او دوحې اړيکي ترينګلي دي.

ورته مطالب