الشباب ډلې موګاديشو کې بريدونه پيل کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption په سوماليا کې امنيتي حالات ښه شوي خو تراوسه هم د الشباب ډلې جنګيالي د سوماليا په پلازمېنه موګاديشو کې بريدونه ترسره کوي

د سوماليا اسلامپاله وسله والې ډلې الشباب د دې هېواد پلازمېنه موګاديشو کې لوی بريدونه پيل کړي دي.

نوموړې ډلې د يکشنبې (۲۱ جون) پر سهار د استخباراتو دفتر مخې ته يو ځانوژونکی بريد ترسره کړی او ويل کېږي له سيمې د ډزو اوازونه پورته کېږي.

دولتي چارواکي وايي بريد يې شنډ کړی او څلور اورپکي يې وژلي دي.

دغه ډله وايي غواړي د روژې مياشت کې خپل بريدونه نور هم زيات کړي.

د الشباب ډلې ويلي په دې بريد کې يې د استخباراتو ګڼ کارکوونکي وژلي دي، خو حکومت بيا دغه ادعاوې نه مني.

د کورنيو چارو وزارت وياند محمد يوسف وايي امنيتي ځواکونو بريدکوونکي پر شا تمبولي دي.

محمد يوسف خبريالانو ته وويل " اورپکو غوښتل د استخباراتو پر ودانۍ بريد وکړي خو مخکې تر دې چې خپل مقصد ته ورسې، له منځه يوړل شول، " دی وايي "بريد کې موږ ته کوم زيان نه دی اوښتی".

د سوماليا امنيتي ځواکونو د الشباب ډلې د جنګياليو مړي خبري رسنيو ته ښودلي دي.

عيني شاهدان وايي په سيمه کې د زورورو چاودنو اوازونه اورېدل شوي دي.

يوه ځايي اوسېدونکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي زوروې چاودنې او ډزې پيل شوې، موږ نه شو کولای د ډزو له کبله له خپلو کورونو بهر ووځو.

په سوماليا کې امنيتي حالات ښه شوي خو تراوسه هم د الشباب ډلې جنګيالي د سوماليا په پلازمېنه موګاديشو کې بريدونه ترسره کوي. دغې ډلې وړاندې هم د استخباراتو پر دفتر بريدونه کړي وو.

په ۱۹۹۱ کال د ولسمشر محمد سياد بري له واک پرځېدو وروسته د سوماليې د ولکې لپاره ګڼ ګروپونه جنګېږي.

په اپرېل مياشت کې الشباب ډلې د کېنيا له پولې سره نژدې پر پوهنتون بريد وکړ چې ۱۴۸ کسان په کې ووژل شول او ويل کېږي دا د دې ډلې تر ټولو خونړۍ بريد ګڼل کېږي.

ورته مطالب