هند: د مدر ټرېسا ځای ناستې راهبه د ۸۱ کلونو په عمر ومړه

د انځور حقوق AP
Image caption راهیسې د زړه له ناروغۍ رنځېده، خو هېڅ کله یې خندا له شونډو ورکه نه شوه تهوماس ډېسوزا

د هند په کولکته ( کلکته ) ښار کې د مدرټریسا د خیریه موسسې مشره راهبه نرمالا د ۸۱ کلونو په عمر ومړه.

نوموړې د مدر ټريسا له مړینې وروسته د هغې د ځای ناستې په توګه فعالیت کاوه.

راهبه نرمالا چې د خیریه مبلغینو ټولنې مشره وه، په یو شمېر ناروغیو اخته وه.

نوموړي ۱۹۹۷ کال کې د مدر ټرېسا له مړینې وروسته تر ۲۰۰۹ پورې، چې ماري پریما یې ځای ونیو ۱۲ کاله فعاله وه.

د دغې ټولني فعالان کولکته کې د بې کوره کسانو او لا وارثو مړو کسانو خدمت کوي.

د کولکتې کلېسا مشر تهوماس ډیسوزا ای ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې نوموړې په داسې حال کې ساه ورکړه، چې ملګرې فعالانې یې سر ته ولاړې وې او دوعا یې ورته کوله.

نوموړی وايي، چې هغه له څه مودې راهیسې د زړه له ناروغۍ رنځېده، خو هېڅ کله یې خندا له شونډو ورکه نه شوه، تل به مسکۍ وه.

وايي، نوموړې د خورا بیوزلو لاسنیوي او مهرباني هغه میراث چې له مدر ټرېسا ورپاتې و، په ښه توګه د ژوند تر پایه پر مخ یووړ.

رپوټونه وايي د نوموړې مړی به د خیریه موسسو مرکز کې ساتل کېږي او د چارشنبې په ماسپښین به یې وروستي مراسم ترسره شي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د نورو په سر کې د نوموړې راهبې په مړینه هغې ته درناوی وړاندې کړی.