"سړي باید په ۱۸ کلنۍ کې خپل سپرم کنګل کړي"

د انځور حقوق BBC World Service

د بریتانیې یوې اخلاقي روغتیايي ډلې سپارښتنه کړې چې سړي باید د ژوند په راتلونکې کلونو کې د نا سالمو اولادونو زېږېدو د خطر مخنیوي لپاره په ۱۸ کلنۍ کې خپل سپرم کنګل کړي.

د عمر له زیاتېدو سره په سپرم کې د ستونزو شونتیا ډېرېږي او ورسره په ماشومانو کې د اوتیزم (ورو ذهني ودې)، روحي ناروغیو او نورو ستونزو خطر پیدا کېږي.

د بریتانیا ابرټې پوهنتون ډاکټر کېوېن سمیت وايي د سپرم ذخیره کول باید یوه "عادي چاره" شي.

د بریتانیې د خېرازۍ ټولنې وویل دغه ډول ګام به "د تکثیر یوه ډېره مصنوعي بڼه رامنځ ته کړي".

دغې ټولنې وویل بریتانیا کې مهمه دا ده چې ځوانو جوړو سره د کار موندنې او ماشومانو زېږولو په برخو کې مرسته وشي.

سړي په کم عمر کې ماشومانو ته زړه نه ښه کوي، په انګلستان او وېلز کې په منځنۍ کچه د پلارګنۍ عمر په ۱۹۹۰ لسیزه کې له ۳۱ کلنۍ نه اوس ۳۳ کلنۍ ته لوړ شوی دی.

که څه هم په ډېر عمر کې هم ماشوم لرل او اولاد زېږول شونی دی خو یو شمېر پایلې لري.

ډاکټر سمیت وویل د ناروغیو خطر کې لږ زیاتوالی هم په ټوله بریتانیا کې د وګړو شمېر ته په پام سره لوی اغېز لرلی شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بریتانیا ابرټې پوهنتون ډاکټر کېوېن سمیت وايي د سپرم ذخیره کول باید یوه "عادي چاره" شي.

نوموړي بي بي سي ته وویل: "زه فکر کوم د یوې ټولنې په توګه موږ باید په دې اړه اندېښمن و اوسو، دا یو ډېر رښتینی او څرګند اغېز دی".

"وخت راغلی چې موږ د پلارګنۍ عمر مسلې ته او د ماشومانو پر راتلونکې نسل یې اغېز ته جدي پاملرنه وکړو."

نوموړی وايي حل لاره یې دا ده چې هر سړی په ځوانۍ کې خپل سپرم کنګل کړي چې په ژوند کې وروسته له خپل ځوان سپرم څخه کار واخلي.

ده وویل د "زوړ پلار" لپاره کوم ټاکل شوی عمر نه شته خو په عمومي ډول خلک ښايي په ۴۰ کلنۍ کې د ځوانۍ سپرم وکاروي.

په روغتون کې د سپرمو پر کنګل کولو د کال شاوخوا ۳۰۰ ډالر لګښت راځي.

د شیفیلډ پوهنتون د تکثیر څانګې پروفیسر الن پېسي وویل: "له څه مودې راهیسې دا تر ټولو احمقه خبره ده چې زه یې اورم".

نوموړي وویل په ډېر عمر کې د پلارګنۍ خطر "خورا کم" دی.

ورته مطالب