د هند ګجرات کې سیلابونو ۳۰ کسان وژلي دي

د انځور حقوق MINISTRY OF DEFENCE
Image caption ځايي چارواکي وايي سیلابي اوبه یو شمېر کلیو ته ننوتې دي

د هند ګجرات ایالت کې له ګڼ بارانه وروسته سیلابونه راوتلي، چې ویل کېږي له کبله یي له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په راجکوټ او امریلي سیمو کې د چهارشنبې له ورځې راهیسې ګڼ باران اوري، چې له کبله یې د نژدې ۳۰ کلیو اړیکي له شاوخووا سیمې سره پرې شوې دي.

د باران له کبله په یادو سیمو کې د برېښنا لېږد لړۍ ته هم زیان اوښتی دی.

ځايي چارواکي وايي سیلابي اوبه یو شمېر کلیو ته ننوتې دي، چې له کبله یې حالت خواشینونکی دی.

د انځور حقوق MINISTRY OF DEFENCE
Image caption د راجکوټ سیمې یوه ځايي افسر په وینا د سیند پر غاړه پرتو ۱۷ کلیو نژدې ۴۰۰۰ اوسيدونکي خوندي سیمو ته لېږدول شوي

د راجکوټ سیمې یوه ځايي افسر په وینا د سیند پر غاړه پرتو ۱۷ کلیو نژدې ۴۰۰۰ اوسيدونکي خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

بل لور ته د هند لوېدیځ ریل ګاډي شبکې چارواکي وايي د سیلابونو له کبله د ریل ګاډي تګ راتګ کې هم خنډونه رامنځته شوي دي.

احمداباد کې د یوې بېړنیزې غونډې پر مهال د ایالت اعلی وزیر اندی بین پټیل د اړوندو سیمو ایالتي وزیرانو ته ویلي، چې خپلو سیمو ته لاړ شي او له نژدې حالت وڅاري.

ځايي چارواکي وايي مرستندویان سیمې ته ورغلي او د هندي پوځ په مرسته د مرستې چارې کوي.

د هند دفاع وزارت یوه ویندوی پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دوې ایم ای ۱۷ ډوله چورلکې د مرستې چارو لپاره سیمې ته استول شوې دي.

بل لور ته د هوا پېژندنې ادارو د ګجرات په ساحلي سیمو کې د نور باران کېدو وړاندوینه کړې.

۔